د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د فبرورۍ په دوولسمه نېټه په اسلام اباد کې څرګنده کړه چې اوس وسله وال کسان د دغه هېواد د افغانی کډوالو په کمپونو کې پټ دي او د نويو غړيو په روزنه بوخت دي. نو ژر تر ژره بايد نوموړي کمپونه وتړل شي.
ولسمشر مشرف دغه څرګندونې په همدې ورځ د امريکا د دفاع له وزير روبيرت ګيټس سره د کتنې پر وخت وکړې. هغه وويل چې د افغانی کډوالو د کمپونو د تړلو له امله به ترهګران پټ ځايونه له لاسه ورکړي. ده زياته کړه چې افغانی کډوال بايد هرومرو بېرته خپل هېواد ته ولاړ شی.