<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-13 10:17:41    
د پاکستان په أند د زياتو پوځی مهماتو د اخيستلو په اړه د هند پلان د دواړو خواوو د دفاعی ځواک د برابرۍ لپاره ګټور نه دی.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلام د فبرورۍ په دوولسمه نېټه څرګنده کړه د زياتو پوځی مهماتو د اخيستلو په اړه د هند له خوا تازه خپور شوی پلان د دواړو هېوادونو د دفاعی ځواک د برابرۍ لپاره ګټور نه دی.

د خبر له مخې، څو ورځې دمخه هند اعلان وکړ چې په راتلونکيو پنځو کلونو کې په دفاعی چارو کې ديرش مليارډ امريکايی ډالره ولګوي. بر سيره پر دې، هند پلان لری چې يو سل او شپږويشت نوی جنګی الوتکې واخلی. په دې اړه د پاکستان چارواکيو وويل چې د جنګی الوتکو او نورو معاصرو وسلو د اخيستلو لپاره د هند لوی لګښت به په پوځی سمبالتيا کې د سيمه ايزې سيالۍ لامل وګرځی.