<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-13 13:01:31    
اروپايی ټولنه به افغانستان ته دايمی مرستی برابرې کړي

cri

د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی، د فبروری په دوولسمه نېټه په بروکسيل کی د اروپايی ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کی يوه پرېکړه تصويب شوه چی له مخې به يې دغه ټولنه افغانستان ته دايمی مرستی برابرې کړي.

په دغه پرېکړه کی پر دې ټينګار شوی چی په افغانستان کی د اروپايی ټولنې مرستندويه ډله بايد د دغه هېواد د پوليسو او ځواکونو د اصلاحاتو په برخه کی مرستی وکړي چی په نژدی وخت کی د بشری حقوقو او قانونی مقرراتو د درناوی پر بنسټ خپلې دندې تر سره کړی شي.

په دغه پرېکړه کی د وزيرانو په کچه د اروپايی ټولنې او افغانستان د غونډې او د افغانستان له بيارغونې سره د مرستې په اړه د نړيوالې غونډې په هکله خوشحالی څرګنده شوي چی د جنوری په پای کی په برلين کی تر سره شوی وه .

په نوموړی پرېکړه کی زياته شوې چی اروپايی ټولنه به په پر له پسی توګه د افغانستان له حکومت سره نژدی همکاری وکړي چی د ثبات او بيارغونې لپاره ور سره مرستی وکړي.