د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د امريکا د دفاع وزير روبيرت ګيټس د فبروری په دوولسمه نېټه له پاکستان څخه د ليدنې په ترڅ کی وويل په پسرلی کی د طالبانو د ممکنو بريدونو د مخنيوی لپاره به امريکا له پاکستان څخه د مرستی غوښتنه وکړي.
ښاغلي ګيټس دغه خبره په همدې ورځ د پاکستان په روالپندی ښار کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی وکړه. نوموړی وويل د پاکستان په ملاتړ سره به د ناتو په مشری نړيوال مرستندويه ځواکونه طالبان مات کړي.
ګيټس وويل ده په همدې ورځ د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره د طالبانو د ځپلو په اړه خبرې اترې وکړې.