د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د اروپايی ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د فبروری په دوولسمه نېټه پرېکړه وکړه چی د افغانستان د پوليسو روزنې لپاره به دغه هېواد ته کارپوهان او پوليس وليږی.
په همدې ورځ د دغو وزيرانو په غونډه کی په يوه خپره شوی اعلاميه کی ويل شوي د اروپايی ټولنې د دغه عمل موخه دا ده چی په افغانستان کی د بشری حقوقو او قانونی مقرراتو د درناوی پر بنسټ يوه ډله پوليس وروزي. د معلوماتو له مخې، تقريبا يو سل او پنځوس تنه پوليس او شپېته تنه کارپوهان به په دغه عمل کی ګډون وکړي.