په سيډني کې د اولمپيک سپورتي لوبو د پرانيستنی په مراسمو کې د استراليا ځايی لوبغاړې کاتی فريمان په اوبو کې د لوبو شعله بله کړه . په هغه وخت کې دغو مراسمو په نړۍ کې د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړه او کاتي فريمان د کوربه هېواد د سپورتي پرمختګ او ملی روغی جوړې يوه نښه وګڼل شوه . له دې نه لس ورځی وروسته فريمان د څلور سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه .
په سدني کې د اولمپيک سپورتي لوبو د پرانيستنې په مراسمو کې ځانګړي پلاوی
د دغو سپورتي لوبو له پيل مخکی د تېرې نيمی پيړۍ په اوږدو کې د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا تل په جلا توګه ګډون کاوه . که څه هم دغه دوه هېوادونه په بېلا بېلو سياليو کې سره جلا وو ، خو د دغو سپورتي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې يې په ګډه او يو ځای ګډون وکړ چې ښايید دواړو هېوادونو ترمنځ دښمنی او کرکې ليری شوی وی . کله چې د دواړو هېوادونو لوبغاړي د يو ځانګړی بيرغ په مشرۍ د لوبې ډګر ته ننوتل ، په ټول ډګر کې د تودو چکچو اواز پور ته شو .
د جاپان د جودو ښځينه لوبغاړې تامورا ريوکو
د جاپان د جودو ښځينه لوبغاړې امورا ريوکو په بارشيلونا او اتلانتا کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه نه کړل . دې د خپلو کوښښونو له لارې په سيډني کې د
اولمپيک سپورتي لوبو د اته څلويښتو کيلوګرامو وزن په کچه د ښځينه جودو په سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه . په جاپان کې ډېر خلک له تامورا ريوکو سره مينه لری ، ځکه چې هغه ټينګه اراده لری او تل د خپلې موخې د تر سره کولو لپاره کوښښ کوی .
د المان لوبغاړې فيشر د اولمپيک په سپورتي لوبو کې حيراني جوړه کړه .
د دوو کسانو د کوچينۍ بېړۍ په سياليو کې د المان لوبغاړې فيشر له خپلې همکارې سره يو ځای د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او داسې لومړی لوبغاړې شوه چې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی د سرو زرو اوه مډالونه تر لاسه کړي دي . فيشر په ١٩٨٠ کال کې د لومړی ځل لپاره د اولمپيک د سپورتي لوبو د يو کس د کوچينۍ بېړۍ په سياليو کې د سرو زرو مډال واخيست . له دې وروسته په شلو کلونو کې فيشر په پر له پسی توګه د اولمپيک په لوبو کې د سرو زرو اوو مډالونه تر لاسه کړل .
د بريتانيا لوبغاړي ريدګرافي
که څه هم دبېړۍ ځغلولو لوبه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ډېروخلکو توجه نه راجلبوي ، خو د بريتانيا لوبغاړی ريدګرافي د خپلو برياليتوبونو له امله په نړۍ کې د ډېرو خلکو توجه راجلب کړه . په سيډني کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د بېړی ځغلولو په سياليو کې ريدګرافی چې په هغه وخت کی اته ديرش کلن و د شکر يا خوږو په ناروغی اخته شو . خو بيايی هم له همکارانو سره يو ځای د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او په خپل سپورتي تاريخ کې يی د سرو زرو پنځه مډالونه تر لاسه کړل . له
دې وروسته د ريدګرافي نوم هم د اولمپيک په تاريخ کې تل پاتی شو،ځکه چې نوموړی لومړی داسی لوبغاړي ګڼل کيږی چې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی په پرله پسی توګه دبېړۍځغلولو په سياليو کې دسرو زرو پنځه مډالونه ترلاسه کړيدی .