<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-14 16:49:06    
په زيمبابوي کې د چينی ځوانو داوطلبانو خدمتی پلان پيل شو

cri

 څو ورځې مخکې د زيمبابوي په پلازمينه هراری کې د چينی ځوانو داوطلبانو د هرکلي لپاره درانه مراسم تر سره شول . په راتلونکی يو کال کې به دوی د زينبابوي په بيلا بيلو ځايونو کې د مالدارۍ ، کرنی ، ښوونې او درملنې په ساحو کې ځايی اوسيدونکو ته خدمتونه وکړي .

د پنځلسو چينی داوطلبانو تر منځ يو ځوان د ډيرې پاملرنه وړ دی چې شيو بن يو نوميږي ، او پخوا له يوې اوږدې مودې راهيسی د چين په لويديځ په يوه بې وزله غرنۍ سيمه کې په ښوونيزو چارو بوخت و . اوس دی له خپل ټاټوبی څخه ليری افريقا ته تللی او د چينی ژبی د ښوونې دنده په غاړه لری . هغه وويل په ٢٠٠٢ کال کې مې هيله درلوده چې په نورو هيوادونو کې د داوطلب په توګه خدمت وکړم . که څه هم د چين د ګوی جو په ولايت کې مې په غرنيو بی وزلو سيمو کې د داوطلب په توګه د ښوونې په برخه کې کار کړی او په ښوونځي کې له خپلو ماشومانو زده کونکيو څخه د جلا کېدو په هکله خواشينی وم . خو د هر چا په زړه کې يوه هيله شته چې د خپلې ځوان په وخت کې بايد د دغې هيلی پلی کولو لپاره کوشش وکړي . زه به په هراري کې د روزنې په يو پوهنځي کې له يو بل داوطلب سره د چينی ژبی په ښوونی لاس پوری کوم او کوشش به وکړم چې تر وسی پوری په ښه توګه دغه کار تر سره کړم .

د ٢٠٠٦ کال په نومبر کې د چين د دولت مشر هو جين تاو د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د بيجينګ د سرمشريزی غونډی د پرانيستلو په مراسمو کې اعلان

وکړ چې په راتلونکيو دريو کلونو کې به چين افريقا ته دری سوه ځوان داوطلبان

وليږي . اوس دغه ځوان داوطلبان له نوموړي فورم راهيسی له افريقی سره د مرستی

لپاره افريقا ته د ځوانو داوطلبانو د ليږلو لومړی ډله ده . د دوی منځنی عمر ٢٩ کاله دی چې يو کس د ډکترۍ او شپږ کسان د ماسترۍ کچی زده کړې تر سره کړی او نور کسان له بيلا بيلو پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي . دوی به د زيمبابوي د مختلفو ځايونو په لوړ پوړيو ښوونځيو او تخصصی ښوونځيو کې د يو کال لپاره د مالداری ، کرنی ، چينی ژبی ، کمپيوتری زده کړو ، سپورتی او چينی درملنې په شمول په ځينو ساحو کې ځايی اوسيدونکو ته خدمتونه وکړي .

د زيمبابوي د ځوانانو د پرمختګ او استخدام چارو د پرمخبيولو څانګی مشر امبروس موتينهيری د چينی داوطلبانو د هرکلي په مراسمو کې وويل زيمبابوۍ ته د چينی ځوانو داوطلبانو ليږلو فعاليت به د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ او اړيکيو د ټينګتيا لپاره ګټور وي .

هغه وويل د ده د هيواد حکومت د چينی ځوانو داوطلبانو د راتګ هرکلی کوي او د بيلا بيلو خدمتی څانګو له لاری به د دوی ملاتړ وکړي چې په سالمه توګه خپل کارونه تر سره کړي .

په زينبابوي کې د چين سفير ښاغلي يوان نان وويل د دواړو هيوادونو تر منځ عنعنوی دوستۍ موجوده ده . چين تل زيمبابوي ته د خپل پخوانی دوست په توګه بولي او غواړی چې له دغه هيواد سره تر وسی پوری مرسته وکړي . د چين حکومت باور لری چې چينی ځوان داوطلبان به په زيمبابوي کې د خپلخدمت په موده کې برياليتوبونه تر لاسه کړي .

چينی ځوانو داوطلبانو د خپلو کارونو لپاره تياری نيولی دی . د يو داوطلب په کتابچه کې داسی ليکل شوي چې په يو ډول ژوند کې ډير ستونزی شته ، خو د ستونزو ليری کولو په

ترڅ کې به ډير خوشاله وي او دغه خوشالي ډيره ريښتنې ده . په دوستی کې خدمت

او په مرستندويه کارونو کې پرمختګ د دغو چينی داوطلبانو خدمتی عنوان دی ، د دوی کارونه به د کلتور او دوستی په برخو کې د چين او افريقا د خلکو تر منځ په تګ راتګ کې ستر رول ولوبوي .