<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-14 16:53:05    
د چين په ښارونو کې د بيړنيو پيښو پر ضد د سيستم بشپړتيا

cri

د اور لګيدنې ، زلزلې ، طوفان ، د ځمکو ښوييدنې او سختو ساری ناروغيو په شمول د بيړنيو پيښو پر ضد د سيستم ښه کارونه د وګړيو د سر او مال زيانونو په کمښت کې ستر اهميت لری او د دغه سيستم بشپړتيا د يوه ښار د پرمختللي کچې يوه نښه ده .

درې کاله دمخه په چين کې د سارس ناروغۍ ، وړم کال د مرغانو د والګي ناروغۍ او تير کال د چانچو ، پراپيرون ، ساومی او بيليس په نامه سخت طوفانونه پيښ شول چې له امله يي وګړيو ته د سر او مال سخت زيانونه ورسيدل او له همدې امله د چين په ښارونو کې د بيړنيو پيښو پر ضد د يو سيستم بشپړتيا لپاره ننګونه رامنځته شوه .

بيجينګ درې کاله دمخه له سارس ناروغۍ سره مخامخ شو ، خو له بده مرغه د ساري ناروغيو پر ضد سيستم وروسته پاتې و چې له امله يي د روغتيايي ادارې مشرانو د ناروغۍ د پيښيدو په لومړيو وختونو کې د ناروغۍ خپراوي حالت په اړه معلوما لاس ته را نه وړل او په لنډه موده کې ددې ناروغۍ د چټک خپراوي لامل وګرځيد. د بيجينګ د روغتيايي ادارې د معلوماتو مرکز مشر جيو ون شن په دې اړه زموږ خبريال ته وويل په وروستيو کلونو کې په بيجينګ کې د بيړنيو پيښو پر ضد سيستم پياوړی شويدی .

د بيجينګ ښاروالي د ټولګټو روغتيايي چارو پياوړتيا ته ډير ارزښت ورکوي او په دې هکله يي ديارلس ځانګړي دفترونه جوړ کړي دي ددې تر څنګ د روغتيا وزارت هم په بيلا بيلو ځايونو کې د بيړنيو پيښو پر ضد د سيستم جوړولو غوښتنه کړې ده .

اوس د چين د ښاريانو شمير د هيواد د عمومي نفوسو په سلو کې څلويښت برخه نيسي ، خو د صنايعو توليدي ارزښت ، ترسره شوي ماليات ، د خدمتي چارو ارزښت او د لوړې ښوونې او علمي څيړنې ځواکونه يي په جلا جلا توګه د هيواد د همدغو چارو د عمومي شمير په سلو کې پنځوس ، اتيا ، پنځه اتيا او نوي برخه نيسي . نو په ښارونو کې د بيړنيو پيښو پر ضد د يو سيستم بشپړتيا له لارې له طبيعي افتونو او بيړنيو روغتيايي او امنيتي پيښو سره مقابله کيداي شي . او ښاري ابادی تامينيداي شي . په ښارونو کې د بيړنيو پيښو پر ضد د بشپړ سيستم په هکله د چين د چينهوا پوهنتون پروفيسر فان وي چن وويل

د ښار د بيړنيو پيښو پر ضد سيستم د دريو برخو يعنې د لارښووني مرکز ، د ملاتړ بنسټيز سيستم او د مجموعي کارونې سيستم لخوا جوړيږي . دده په وينا د ملاتړ بنسټيز سيستم د معلوماتي تکنولوژۍ لخوا جوړيږي ، د مجموعي کارونې سيستم د نرم زيرميز يو سيستم دی چې د معلوماتو برابرولو زيرمه او د اداري ، څارنې ، تضمين ، لارښوونې او تنظيم سيستمونه پکي شامل دي .

ښاغلي فان د بيړنيو پيښو د پيښيدو د بشپړ بهير د يادونې په وخت کې وويل که يوه تصدۍ يا څانګه يوه بيړنی پيښه په ښه توګه حل نه کړي ، نو په دې هکله به معلومات د ښار د بيړنيو پيښو پر ضد د لارښوونې مرکز د څارنې په سيستم کې شامل شي او ورپسې به اړونده څانګه ددې پيښې په اړه د اغيزو ارزونه وکړي او د حل نورې لارې چارې طرح کړي چې يوه يي ټولنې ته د اټکلي معلوماتو خپرول او بله يي د پيښې ځاي ته د بيړنی ژغورنې د ځواکونو ليږل دي .

نن ورځ د چين په بيلا بيلو ښارونو کې د عام امنيت ، ترانسپورت ، اور وژنې ، روغتيايي مرستې او د اوبو او بريښنا برابرولو څانګو په شمول د بيړنيو پيښو پر ضد سيستمونه د جوړيدو په حال کې دي . هر کله چې يوه بيړنی پيښه رامنځته شی ، نو د لارښوونې سيستم د بيلا بيلو څانګو لخوا له برابر شويو معلوماتو سره سم دغه پيښه په ښه توګه له منځه وړي . په ځينو ښارونو کې د راډيو ، تيلفون او د مصنوعي سپوږمکۍ لخوا برابر شوي معلومات د بيړنيو پيښو د له منځه وړلو په چارو کې کارول کيږي . خو کارپوهان دې ته اشاره کوي چې د چين په ښارونو کې د بيړنيو پيښو پر ضد سيستم يوازې د بيلا بيلو بيړنيو پيښو په مقابل کې جوړيږي ، خو د عمومي پيښو په مقابل کې يو مناسب سيستم لا ندی جوړ شوی د بيلګې په توګه د بيجينګ د راتلونکو سپورتي لوبو ، د ترهګرۍ او سارس ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره اړين سيستمونه . په بيجينګ کې د سينګاپور د نيت ګين سيستمز شرکت استازې ميرمن وانګ وي پينګ وړانديز وکړ چې په چين کې د بيړنيو پيښو پر ضد يو واحد ښاري سيستم جوړ شي . د معلوماتو له مخې اوس د چين حکومت ددې وړانديز په نظر کې نيولو سره کوشش کوي چې د اداري چارو په هکله د هغه الکترونيکي سيستم پر بنسټ ياد شوی ښاري سيستم جوړ کړي چې څو کاله دمخه ترسره شويدی .