<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-14 16:55:58    
د چين وګړي په خوشحالي سره د پسرلي جشن هرکلي کوي

cri

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د چين نوي کال په نوي کال کې تر ټولو لوي دوديز پسرلني جشن به ژر را ورسيږي ٠ روان کال د فبروري اتلسمه نيټه د پسرلي له جشن سره برابره ده ٠ اوس د چين په کليو يا ښارونو کې ټول وګړي د دغه جشن د هرکلي له پاره په تياريانو بوخت دي ٠

د دغه جشن له رسيدو مخکې د چين کلي او بانډې د جشن د لمانځني له فضا څخه ډکې وي ٠ د چين په لويديځ د سي ان ښار د شاوخوا په سان جاو کلي کې زمونږ خبريال وليدل چې د هرې کورني په دروازي باندې دوه دوه بيلا بيل ښکلي رنګه څراغونه ځوړند دي ٠ د معلوماتو له مخې سان جاو کلي د فانوس يا څراغونه د جوړولو په هکله څه د پاسه دوه زره کلن تاريخ لري ، نو دغه کلي په سيمه کې يو ډير مشهور څراغ جوړونکي کلي ګڼل کيږي ٠ په چين کې فانوسونه يا څراغونه عمومأ په داسي ډول جوړ شوي چې د بانکس د نرموتارونو په واسطه جوړ او د څراغ بڼه لري او بيا داسي يو کاغذ پري سريښ شوي وي چې د نيکمرغۍ له پاره پري ډول ډول نقشونه کښل شوي وي ٠ څه د پاسه څلويښت کلن ښاغلي هو يان جيان يي چې د کور په انګړ کې يي ډول ډول فانوسونه راځوړند شوي ، زمونږ خبريال ته وويل چې زما په کور کې ډيرفانوسونه شته او د پسرلني جشن په موده کې به يي راځوړند يا خرڅ کړو ٠

دچين د منځني برخې دحه نان په ولايت کې چې د ډير لوي کرنيز ولايت ګڼل کيږي ، بزګران د دغه جشن د هرکلي له پاره په تياري بوخت دي ٠ له دي امله چې د چين حکومت دکرنې ماليات لغوه کړي او بيلابيلې مرستندويه پيسې يي هم برابرې کړي ،

نو بزګرانو تري ډيرې ګټې ترلاسه کړي دي ٠ کله چې زمونږ خبريال سپين سرې ميرمن جيان سيان يون کور ته ورسيد ، ويي ليدل چې د کورني غړي سره يو ځاي د جاو ځه په نوم يو ډول خواړه جوړوي ٠ سپين سري جيان سيان يون خبريال ته وويل چې زمونږ په کور کې له وخت مخکې د پسرلي جشن د لمانځني له پاره ښې تياريانې نيول کيږي ٠ لکه د ماشومانو نوي جامې او د چرګ ، هيلۍاو ماهي په ګډون ډول ډول غوښې او خواړه ټول اخيستل شوي دي ٠د پسرلي جشن د رسيدو له رسيدو مخکې له زيات شمير هغو بزګرانو څخه چې په ښارونو کې کار کوي ، ځيني يي بيرته خپلو ټاټوبيو ته پر لار دي او ځيني نور يي بيرته خپل کورونو د تګ په تياري نيسي ٠ په دي موده کې د چين د اوسپنيزو لارو اړوندو څانګو په ډيرو ښارونو کې د ځانګړيو اورګاډيو او د ټکټونو د اخيستلو په هکله دغو بزګرانو ته ډيرې اسانتياوي برابرې کړي دي٠

د پسرلي جشن له را رسيدو مخکې د کليو په شان د ښارونو فضا هم له خوښې او خوشحالۍ څخه ډکه ده ٠ د بيجينګ اوسيدونکې ميرمن هان سين چې د يوه شرکت کار کونکې ده ، زمونږ خبريال ته يي وويل چې د جشن په موده کې به مونږ ټول له پلار او مور سره يو ځاي دغه جشن تير وو، ډير خپلوان چې د ډيرو کلونو له پاره يي يو بل نه دي ليدلي ، د جشن په ورځو کې به يو له بل سره د کتنې فرصت ولري ٠ د چين د دودونو له مخې د پسرلي جشن له را رسيدو يوه ورځ مخکې د هرې کورني غړي بايد سره يو ځاي بيلا بيل خوندور خواړه وخوري چي پکې د جاو ځه په نوم خواړه د چين د ځانګړيي لرغونو او دوديزو خواړو په توګه ګڼل کيږي ، په دغه جشن کې د هرې کورنۍ پر ميز باندې ليدل کيږي ٠ دا ځله چې جاو ځه په چين کې د يوې کورنۍ غړيو د يووالي او

يو ځاي کيدو نښه ده او د جاو ځه خوړل په نوي کال کې د نيکمرغه ژوند لرلو څرګندوي دي ٠ دغه راز د چين په ډيرو ښارونو کې د پسرلي جشن په موده کې زيات اوسيدونکي د سيلانۍ له پاره بهر ته ځي ٠ ميرمن وانګ چن زمونږ خبريال ته وويل چې د جشن مودې د ورحصتيو په ورځو کې به زه مصر او افريقايي سيمو ته لاړه شم او د کورنۍ له غړو سره به يو ځاي پسرلي جشن تيرکړم ٠ همداشان د جشن په ورځو کې ډيري هغه تايواني وطنوال چې د هيواد په ستره برخه کې کار کوي ، د جشن له را رسدو مخکې بيرته تايوان ته د تللو يا له تايوان څخه د راغلو خپلوانو د هرکلي له پاره هم چمتوالي نيسي ٠ دغو تايواني وطنوالو ته د اسانتياوو د برابرولو له څو کلونو راهيسي هر کال د پسرلي جشن په موده کې د تايوان تنګې د دواړو غاړو ترمنځ مستقيمه هوايي لاره پرانستل کيږي ٠ لنډه دا چې اوس په چين کې د وګړو له خوشحاليو او د خلکو ترمنځ د جشن د حال احوال پوښتنو له چاپيريال څخه څرګنديږي چې پسرلي جشن ژر را رسيږي ٠