د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کی د ناتو نړيوالو مرستندويه ځواکونو د فبرورۍ په ١٤ نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل : د دوی ځواکونو په همدې ورځ سهار مهال د هلمند ولايت پر يوې سيمی د هوايی بمبارۍ په ترڅ کی د طالبانو يوولس تنه وسله وال کسان وژلی دی ٠
خو د افغانستان د مطبوعاتی رسنيو په وينا په دغه بمبارۍ کې د دغه هېواد څه نا څه لس تنه بی ګناه وګړي وژل شوی دي د دغه استدلال په هکله د ناتو نړيوالو مرستندويه ځواکونو په خپله بيانيه کښی وويل : له هوايی بريد نه مخکی د دوی پوځيانو د بمبارۍ هدف د اوږد وخت لپاره څارلی دی او هيڅ شک نشته چې په دغه ځای کی راغونډ شوی ټول کسان د طالبانو وسله وال کسان وو٠
په وروستيو ورځو کی په افغانستان کښی څو ځله وسله والې نښتی او ځان مرګی چاودنې شوې چی په نتيجه کی يی څو سوه تنه وژل شوی دی٠اوس د ناتو نړيوالو مرستندويه ځواکونه او د افغانستان حکومتی پوځ د وسلوالو مخالفينو پرضد ځوابی بريدونه کوی ٠