<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-15 18:40:17    
زاڼی د چرګانو په منځ کې ولاړ دی

cri

زاڼی د چرګانو په منځ کې ولاړ دی. د دې متل کيسه دا ده چې وايی پخوا يو مشهور اديب و چې جی کان نوميده او د جګې ونې او زياتو استعداونو خاوند هم و. خو له دې امله چې حکومت د يوه موټی بدو کسانو تر کنترول لاندی و، جی کان د دوی د بدو کارونو څخه د نارضايت له امله د دوی لخوا ووژل شو چې عمر يی يوازی يو څلويښت کاله و. د ده زوی چې جی شاو نوميده، هم د خپل پلار په شان د زياتو استعدادونو او جګې ونې خاوند و. ور پسی جی شاو په پلازمېنه کې حکومتی دنده لاس ته راوړه. خو په هغه وخت کې واکمانانو په سياسی کشمکش لاس پوری کړ او يو په بل باندی يی بريدونه وکړل چې په هېواد کې نارامی او هرج و مرج رامنځته شو. مګر په همدې حال کې جی شاو لا هم امپراطور ته ډېر وفادار و. کله چې يوه شاهی کودتا وشوه، جی شاو د امپراطور سره د مرستې لپاره د خطرونو سره سره شاهی ماڼۍ ته منډی ووهله، خوله بده مرغه امپراطور هم ووژل شو. ور پسی جی شاو د يوه پاڅون د ارامولو لپاره د نوي امپراطور سره يو ځای په جګړه کې ګډون وکړ، سره له دې چې دوی ماتی وخوړله او زيات شمېر عسکر يی مړه يا ټپيان شول او نور زيات يی وتښتېدل، خو جی شاو لا هم دامپراطور دفاع وکړه او له بده مرغه جی شاو د څو غشيو لخوا ولګيده او مړ شو، د امپراطورجنګی لباس هم د جی شاو په وينو رنګ شو. د امپراطور ساتونکو وغوښتل چې رنګ شوی لباس ومينځی، امپراطور وويل چې مه مينځه ، دا د جی شاو وينې دي او دغه جنګی لباس به د ده د يادونې لپاره تل تر تله وساتم. د جی شاو د مړينې نه دمخه يوه ورځ يو سړی د جی شاو سره مخامخ شو او بيا يی بل ملګري ته وويل چې پرون می جی شاو وليد، و نه يی ډېره جګه وه، هغه په ګڼه ګوټه کې ولاړ و. لکه د چرګانو په منځ کې چې يولګلګ ولاړ وی. معنی يی دا ده چې زاڼی د چرګ نه ډېر جګ دی. دغه متل چې لګلګ د چرګانو په منځ کې ولاړ دی، هغه کسان تشبيه کوی چې يا باوقاره او دنورو نه نجيب وی يا استعداد او صفت يی د نورو نه لوړ وی.