<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-16 16:01:32    
جورج بوش ولې يو ځل بيا د ناتو له هېوادونو څخه افغانستان ته د نورو زياتو پوځيانو د ليږلو غوښتنه کوی

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د امريکا ولسمشر جورج بوش د فبرورۍ په ١٥ نېټه په واشنګټن کښی په يوه غونډه کښی د ناتو له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې افغانستان ته نور زيات پوځيان وليږی٠ څيړونکو دې ته اشاره وکړه چې اوس ولسمشر بوش د عراق او ايران د مسئلو له امله له ستونزو سره مخامخ دی، خو هغه ولی يو ځل بيا د ناتو له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته نور زيات پوځيان وليږی؟ د ده موخه دا ده چې له لا زياتو ستونزو څخه د ده په مشرۍ د امريکا د حکومت د وتلو لپاره د افغانستان د حالاتو د لا خرابوالی مخه ونيسی ٠

ولسمشر بوش په نوموړی وينا کښی څرګنده کړه : ښايی چې د افغانستان د هندوکش غرونو د کنګلونو او واورو د ويلې کيدو وروسته به طالبان په پسرلی کی سخت بريدونه وکړی او په دغه هېواد کی د ناتو نړيوال مرستندويه پوځ به له سختو جګړو سره مخامخ شي٠ نو په داسی حال کښی د ناتو د بېلا بېلو غړيو هېوادونو لخوا افغانستان ته د نورو زياتو پوځيانو ليږل نه يوازی د دوی حتمی دنده ده ، بلکه په دغه هېواد کی د بېلا بېلو هېوادونو د پوځيانو د امنيت د ساتلو لپاره هم ډير ستر اهميت لری٠

ولسمشر جورج بوش اعلان وکړ چې امريکا به د افغانستان د امنيتی حالاتو د ښه والي لپاره په نژدی راتلونکی کی دغه هېواد ته نور پوځيان وليږی٠ برسيره پر دی د امريکا حکومت دې ته چمتو دی چې د افغانستان حکومت ته د يوولس مليارډه او اته سوه مليونو امريکايی ډالرو په اندازه مالی مرسته ورکړی٠

رښتيا ده چې اوس د افغانستان وضعه د ښوهيلو وړ نده٠ له ٢٠٠٣ کال راهيسی په دغه هېواد کی وسله وال بريدونه زيات شوی او په تيره بيا په ٢٠٠٦ کال کی په افغانستان کښی د زورزياتۍ بريدونو په پيښو کښی څه دپاسه څلور زره تنه خلک ووژل شول٠ د روان کال له پيل راهيسی د طالبانو د څو څو ځلو بريدونو له امله د افغانستان حالات په پر له پسی توګه خراب شوی دی٠ د طالبانو يو مشر د روانې مياشتې په څلورمه نېټه وويل : دوی به له څو کلونو راهيسی په پسرلی کی تر ټولو سخت بريدونه وکړی او څه دپاسه دوه زره تنه ځان مرګی بريد کوونکی تيار دي چې عمليات وکړی٠

خو د ناتو د غړيو هېوادونو تر منځ افغانستان ته د پوځيانو د ليږلو په هکله توپيرونه شته ٠ که څه هم د امريکا او ناتو مشرانو څو ځله له بېلا بېلو غړيو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې افغانستان ته نور زيات پوځيان وليږی، خو د مثبت ځواب ورکوونکی ډير کم دی ٠ تر اوسه پوری د امريکا، بريتانيا او دنمارک په ګډون پر لږ شمير هېوادونو برسيره د ناتو ډير هېوادونه د کورنيو عامه افکارو تر فشار لاندی افغانستان ته د پوځيانو د ليږلو د مسئلې په هکله ټنيګه رويه نه لری٠ هسپانيا، هالنډ، فرانسې، ايټاليا او ترکيې څرګنده کړې چې په راتلونکې يوه موده کښی به افغانستان ته نور پوځيان و نه ليږی ٠ که څه هم المان په دې وروستيو ورځو کښی د دې خبرې پخلی کړی چې افغانستان ته به شپږ کشفوونکې الوتکې وليږی ، خو د نورو پوځيانو له ليږلو څخه يې ډډه کړيده ٠

نو له دی امله د امريکا او بريتانيا په شمول عمده پوځ ليږونکيو هېوادونو خپله سخته ناخوښی څرګنده کړې او ويلې يې دی : ښايی چې له دی امله به ناتو د پسرلی په راتلونکو سختو جګړو کښی له ستونزو سره مخامخ شی ٠ د ناتو بلاک سرمنشی جاپ دی هوپ شيفير هم وويل : که په افغانستان کښی د دغه ډلې عملونه د پوځيانو د کموالی له امله ناکام شی، نو ښايی چې افغانستان د ترهګرانو يو صادروونکی ځای وګرځی ٠

د څيړونکو په أند د بوش حکومت د نوموړی حالت په اړه ډيره انديښنه لری٠ ځکه چې اوس دغه حکومت په عراق کښی له سختو ورمخامخ ستونزو څخه نشی وتلی او د امريکا دننه د عراق په هکله د بوش حکومت له تګلارې سره د مخالفت غږونه هم ورځ په ورځ لوړيږی ، دغه راز ديموکراتيک ګوند هم په کانګرس کښی بيا بيا د بوش له حکومت سره مبارزه کوی٠ په همدې وخت کی د بوش حکومت د ايران د ذروی مسئلې او د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په ګډون له څو لويو موضوعاتو سره هم مخامخ ده ٠ که د روان کال په پسرلی کی طالبان بيا راژوندی شی او له امله يې د افغانستان حالات ډير خراب شی ، نو له څو کلونو راهيسی په افغانستان کی د امريکا لخوا ترلاسه شوی برياليتوبونه به پټ شی چې په نتيجه کی به د بوش حکومت له لا سختو ستونزو سره مخامخ شی ٠ نو دا د دې پوښتنی ځواب و چې ولی جورج بوش يو ځل بيا د ناتو له هېوادونو څخه غوښتنه کوی چې د افغانستان د حالاتو د أرامولو لپاره دغه هېواد ته نور زيات پوځيان وليږی؟