<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-16 20:54:15    
د چين د پسرلني اختر د لمانځلو لپاره بېلا بېل معبدي بازارونه

cri

د فبروری اتلسمه نېټه د چين تر ټولو لوی دوديز جشن يا د پسرلني اختر له ورځې سره برابره ده. د دغه اختر په ترڅ کې وګړي په بېلا بېلو معبدي بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره خوښوي.د هنر او کلتور په ننی پروګرام کې به تاسو ته د دغو معبدي بازارونو په اړه څه معلومات درکړم.

---اواز ١---معبدي بازارونو ته تلل د چين يو دوديز کلتوری فعاليت دی چې وګړي د پسرلني اختر په موده کې په معبدونو او پارکونو کې سا تېري او سيل کوي،بېلا بېل شيان اخلي او ډول ډول خواړه خوري. پر همدی مهال له دغو بازارونو څخه د چين لرغونی او دوديز کلتور هم څرګنديږي چې اوږد تاريخ لري. د چين د جنوب او شمال سيمو د خلکو د ژوند د عادتونو او کلتورونو ترمنځ د توپيرونو له امله په بېلا بېلو ځايونو کې معبدي بازارونه خپلې سيمه ايزې ځانګړتياوې لري.

د بېجينګ دوديز معبدي بازارونه شپږ يا اوه سوه کلن تاريخ لري. په لومړی وخت کې ياد شوی فعاليتونه په معبدونو کې تر سره شوی وو . وګړي به خدای ته عبادت ګاوه چې نوی کال کې يې ډاډمن او بختور وي او بېلا بېلې هيلې يې ريښتينی شي.

د زمانې په بدلون سره نن ورځ په معبدي بازارونو کې ډول ډول فعاليتونه رامنځ ته شوي دي. د بېجينګ په لونګ تان پارک کې د بازارونو د بېلګې په توګه ،هر کال د

هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه د سندرو او نڅا ډلې دلته راځي چې د لونګ تان

جهيل تر څنګ نڅا کوي. يو شمېر ننداره کوونکی پر لرګيو باندې ننداره ګوري او نور يې د زمری په شکل نڅا کوي.د دغه بازار جوړونکی ښاغلی هو شيانګ جيون وويل

---اواز ٢---د سږنی کال په بازار کې به يو نندارتون تر سره شي چې پکې به د هېواد،ښارونو او سيمو په کچو دری ديرش غير مادي کلتوری ميراثونه نندارچيانو ته وړاندې شي.

پر دوديزو معبدي بازارونو بر سېره، په وروستيو کلونو کې د بېجينګ او شانګهای په ګډون په يو شمېر لويو ښارونو کې بهرنی معبدي بازارونه هم رامنځ ته شوي دي.د دغو بازارونو جوړونکو په لوېديځو هېوادونو کې د جشنونو د لمانځلو لپاره له يو لړ فعاليتونو سره سم د چين ځانګړی معبدي بازار وړاندې کړی دی. په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفارتونه د بېجينګ د چاو يانګ په سيمه کې دی.له دوه زره او دوهم کال راهيسی د هر پسرلني اختر په موده کې په دغه سيمه کې داسی فعاليت تر سره کېږي چې په دغه ښار کې مېشت له بهرنيان پکې ګډون يا نندراه کوي.د دغه فعاليتو د کمېټې مشر ښاغلی لي يو پينګ وويل

---اواز ٣---د اروپا هنر او کلتور به د سږنی فعاليت عمده برخه او نړيوال خوندور خواړه به يې هم يوه مهمه برخه وي. په سږنی فعاليت کې به نه يوازی د ايتاليا،المان،هند او تايلند خواړه ، بلکې د يونان او سلووېنيا سفارتونه به خپلې ځانکړی نندارې او خواړه وګړو ته برابر کړي.

بر سيره پردی،د انټرنېټ کارونې په خپرېدو سره د چين په يو شمېر ځايونو کې د انټرنېټ له لارې هم معبدي بازارنه رامنځ ته شوي دي. د انټرنېټ پاڼو لوستونکي د

کارټونونو او انټرنېټ لوبو له لارې د هر کال د پسرلني اختر لمانځي.

---موسيقی---

ګرانو اورېدونکو،د هنر او کلتور ننی پروګرام پای ته ورسېد. يو ځل بيا مو د پسرلني اختر په خوشحاليو کې شريک يو.