<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-16 20:45:54    
د اټومی انرژۍ د نړيوال ارېجنسی مشر محمد البرادعی

cri

د سپتمبر له دريمې لسيزې راهيسی د اټومی انرژۍ د نړيوال اېجنسی مشر محمد البرادعی ډېر خوشاله شو چې د سپتمبر په ٢٦ نېټه د دريم ځل لپاره د دې سازمان د عمومی مدير په حيث وټاکل شو او لس ورځې وروسته هغه او دده په مشرۍ سازمان د ذروی وسلو د خپريدو د مخنيوی په ساحه کي د ده د وتلو خدمتونو له امله د ٢٠٠٥ کال د نوبل د سولې جايزه لاسته راوړې ده.

اوسنی ٦٣ کلن البرادعی نه يوازی د م م د ذروی امنيت د تأمين عمومی مدير، بلکه سياستمدار،نړيوال کارکوونکی او پوهاند هم دی.

محمد البرادعی د ١٩٤٢ کال په جون کی په قاهره کی زيږيدلی او پلار يی يو مشهور وکيل ؤ. د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کی هغه په قاهره پوهنتون کی د قانون د ليسانس درجه تر لاسه کړه او په ١٩٧١ او ١٩٧٤ کلونو کی ئی په جلا جلا توګه د نيويارک پوهنتون د قانون پوهنځی په نړيوال قانون کې د ماسترۍ او داکټرۍ درجې لاسته راوړې. هغه له عربی،انګليسی او فرانسوي ژبو سره پوره أشنا دی او د نړيوال قانون د ټولنې او د نړيوال قانون په اړه د امريکې د ټولنې غړی هم دی. په ١٩٦٤ کال کی البرادعی له پوهنتون څخه فارغ شو او د خپل هيواد د بهرنيو چارو په وزارت کی ئی پخپل کار پيل وکړ.په ١٩٧٤ کال کی يي ددې وزارت د مرستيال دنده پر غاړه واخيستله او ورپسی ئی هميشه په سياسی ډګر کی ډير فعاليت کړی او د نړيوالې سولې او امنيت د اړوندو قوانينو د جوړولو په ساحو کي يو کارپوه هم دی.

څرنګه چه محمد البرادعی په نړيوالو سازمانونو کی د کارونو د غوره

تجربو خاوند دی ، په ١٩٨٤ کال کې د اټومی انرژۍ په نړيوال ايجنسی کې ومنل شو او د کارونو په برخه کی د ډېرو وتلو برياليتوبونو له امله د ده درجه په پر له پسی توګه پورته شوه. له ١٩٨٤ کال څخه تر ١٩٨٧ کال پوری هغه په م م کی د يادې شوی ايجنسی د عمومی مدير د استازی په حيث کار وکړ او د ١٩٩٧ کال د ديسمبر په لومړی نېټه هغه د اټومی انرژۍ د نړيوالی ايجنسی د عمومی مدير په توګه وټاکل شو.

شک نه شته چې د دومره لوی نړيوال سازمان لارښوونه ډيره درنه دنده ده. خو البرادعی د خپلو ٢٥ تنو کارکوونکو په کارولو ډير تکړه دی . البرادعی نه يوازی په اصولی موضوعاتو باندی ټينګار کوی بلکه د بهرنيو چارو په ساحه کي د جوړجاړې سره هم ښه أشنا دی. په نړيواله غونډه کی کله چې د کوم عربی هېواد استازي دده نظر و نه مانه ، هغه به په خپل نظر باندي ټينګار کاوه ، خو د غونډې د پاي ته رسيدو نه وروسته به يي ور سره په عربي ژبه د نظريو تبادله کوله . نو د زيات شمير عربي هيوادونو استازيوداسي ويل چه محمد البرادعی د اعتماد وړ ملګری دی .

د اکتوبر په ٧ نېټه د نوبل جايزې کمېټې اعلان وکړ چې د اټومی انرژۍ نړيواله ايجنسی او محمد برادی به په ګډه د نوبل د سولې سږنی جايزه واخيسته ځکه چې دوی له ذروی انرژۍ څخه د سوله يزې استفادې په برخه کی ستر خدمتونه کړيدی.

د نوبل جايزې د قاعدې سره سم د سولې جايزه هغو کسانو ته ورکول کيږی چې د ملی يووالي او دوستی،د عسکرو د کمولو او لغوه کولو او د سوله ايزې غونډې د جوړيدو لپاره ډېر زيات کوششونه او خدمتونه کوی . د ياد شوی سازمان او د دغه سازمان د عمومی مدير کارونه د دغی قاعدې سره پوره سمون خوري . د ذروی وسلو د نه خپريدو د نړيوال ميکانيزم په وسيله د اټومی انرژۍ نړيوال سازمان په

نظامي چارو کي د ذروی انرژۍ د کارولو مخه نيولی ده او برادی په زړه ور ډول ددې ميکانيزم د پياوړتيا غوښتنه وکړه هغه هميشه دا باور لری چې د بيلا بيلو هيوادونو خلک سره له دې چه نژادونه او مذهبي عقيدې يي بيلې دي ، بايد د تفاهم او يووالی پر اساس ګډ نظر ولټوی چې د نړيوال سولې او امنيت لپاره لاره اواره کړی.