د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان خبري رسنيو د فبروری په شپاړسمه نېټه خبر ور کړ چی په وروستيو ورځو کی د دغه هېواد د معلوماتو ارګان د راپور له مخی، ترهګران يو پټ پلان لری چی په پلازمينه اسلام اباد کې بريد و نه تر سره کړي. نو اړوندو خواوو د تيارسی اعلان کړی دی.
د داون ورځپاڼې ويلي څلور تنه ترهګران چی له يو منځل شوی سازمان سره تړاو لری، د اسلام اباد دننه د بريدونو پلان لري.
دغه راز د نيوز ورځپاڼې ويلي د ترهګرانو موخه کورنی او بهرنی چارواکی، مهم ځايونه او په اسلام اباد کی د بهرنيو هېوادونو ارګانونه په نښه کول دي.