<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-16 19:52:05    
سحر عفت او په چين کې د هغې زده کړې:

cri

درنو اوريدونکو سلامونه،خوښ يو چې يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې د يوې بلې برخې په وړاندې کولو سره ستاسو په خدمت کې يو،دا ځل زموږ همکار خوشحال تايب په چين کې له يوې افغانې پيغلې سره چې اوس مهال دلته په ښوونځي کې پخپلو زده کړو بوخته ده يوه مرکه کړې او له هغې څخه يې په چين کې د زده کړو او ځينو نور چارو په اړه پوښتنې کړي او پر بنسټ يې يو راپور برابر کړی چې همدا اوس خپريدو ته چمتو دی:

د چين د بين المللي راډيو درنو اوريدونکو ښې چارې پدې هيله چې سوکاله او خوښ ژوند مو په برخه وي،په همدې هيله به راشو ددې اونۍ د بهرنيان په چين کې اونيز پروګرام وړاندې کولو ته،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شی، محترمو تاسو پوهيږی چې د ليک لوست زده کړه په هر ځاي او هر وخت کې تر هر بل څه ډيره مهمه بلل کيږي، په تيره بيا اوس مهال چې د کمپيوتر او پرمختللی تکنالوژۍ عصر دی نو پرته له مناسبو او لازمو زده کړو د خپلو ورځنيو ستونزو حل کول ډير ګران بريښي،دا خبرې مې ددې لپاره وکړې چې پدې اونۍ کې مې په بيجينګ کې له اوسيدونکې افغان زده کوونکې سره يوه مرکه کړې، چې اوس دلته په بيجينګ کې خپلې زده کړې پرمخ بيايي، دا زده کوونکې سحر عفت نوميږي،ډيره مؤدبه،په خپلو درسونو کې لايقه،او د ډير ښه چلند خاونده ده ،سهار د وخته د خپل بايسکل او کله کله هم د خپل پلار د موټر په وسيلې ښوونځي ته ځي، او تر خپل ليک وروسته مخامخ کور ته راګرځي او تر څه تفريح وروسته په کور کې د ښوونځي له خوا ورکړل شوې دندې ترسره کوي او د راتلونکې ورځې لوست ته خپله تياري نيسي ،ددې په وينا په ټولګي يې د زده کوونکيو شمير دومره زيات ندی نو ځکه يې ښوونکي په ښه توګه دوي ته پاملرنه کولای شي او بله خبره دا چې د افغانستان په پرتله دوي ته په بيجينګ کې د زده کړو لازم شرايط موجود دي او نجونې او هلکان يو شان کولای شي چې زده کړې وکړي سحرپدې هکله داسې زياتوي:

غږ

په رښتيا هم کله چې د يوې ټولنې وګړي کافي زده کړې او نسبتأ زياتې علمې زيرمې ولري نو طبيعي خبره ده چې هغه ټولنه پخپله د پرمختګ په لوري ګامونه اوچتوي،او لدې څخه مخنيوی کوي چې نورو خلکو يا هم بهرنيو هيوادونو ته د مرستې لاس اوږد کړي،خو ددې هر څه درلودلو لپاره يوهوسا او أرام چاپيريال ته هم اړتيا ليدل کيږي،د سحر عفت په وينا دا ډيره خوشحاله ده چې دا شان يو ښه چاپيريال ورته برابر شوی چې کولاي شي خپلې زده کړې پکې وکړي:

غږ

اکثره چينايان د ټولو وکړو په تيره بيا د بهرنيانو په وړاندې تود او له مينې څخه ډک چلند لري،په ښار بازار او هر ځاي کې له بهرنيانو سره ښه سلوک کوي،خو کله ناکله يو شمير هټيوال چې پدې لار کې د ځانګړې تجربې خاوندان هم دي کله چې بهرنيان ددوي هټيو يا دوکانونو ته ورشي نو خپل توکي څو برابر ګران ورته بيه کوي،نو که اخيستونکی لږ څه تجربه ولري کولای شي چې ورسره چنه ووهي او خپل د اړتيا وړ شيان په مناسبه بيه وپيري، پيغله عفت هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايي زياتره وخت له دا شان خلکو سره مخامخ کيږي خو دا کولای شي چې زياتره شيان په خپله اصلي بيه وپيري که څه هم چينايي ژبه يې ډيره نده زده خو بيا دا راز ستونزې په ښه توګه حل کولای شي:

غږ

په چين کې د جوړنې او بيا رغونې کارونه د هر چا پام ډير ژر ور اړوي،کله چې زه يوې سيمې ته ولاړم شم او د تير ځل له ورتګ سره مې چې هغه پرتله کړم نو په ښکاره او څرګنده توګه پکې بدلونونه راغلي وي، هر ورځ نوي نوي شيان تر سترګو کيږي ،چې دا هر څه د چين د چټک پرمختګ څرګندوی دي،او ددې تر څنګ زياتره چيني خلک د دوستۍ د ټينګولو په برخه کې هم ډير تکړه دي،له سحر عفت څخه مې پوې اړه وپوښتل چې اوس خو دا دلته له خپلو پخوانيو دوستانو څخه ليرې ده نو أيا دلته يې نوي دوستان پيدا کړي دي که نه داسې ځواب يې راکړ: غږ ترک

محترمو اوريدونکو دا وو په چين کې د سحر عفت د ژوند او ورځنيو چارو په اړه لنډ معلومات چې تاسو واوريدل که تاسې ددغې برخې د لاښکلا او بډاينې لپاره سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې لری نو پخپلو ليکونو کې يې زموږ سره شريکې کړی،څو موږ هم خپلې شته نيمګړتياوې تر ممکنه حده پوره کړو ،ستاسو د ښکليو ليکونو او نظرونو په هيله به ننۍ برخه پاي ته ورسوو ،نور مو نو زه خوشحال تايب په پاک او مهربان خدای سپارم.