<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-17 17:09:40    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د چين د يو مشهور غر يعنی دتای شان غر په اړه څه معلومات وړاندی کړم .

د تای شان غر د چين د شان دونګ ولايت د تای ان، جی نان او ځی باو د دريو ښارو په منځ کې پروت دی او د چين له پنځو لويو او مشهورو غرونو څخه د لومړيتوب شهرت لری . له ختيځ څخه تر لويديځ پورې اوږدوالی يي دوه سوه کيلومتره او له شمال څخه تر جنوب پورې پلنوالی يي پنځوس کيلومتره دی . سيلانيان د لمر ختلو او لويدو د ښکليو منظرو د ليدو لپاره د تای غره څوکې ته خيژي .

د چين د نامتو استاز او پوه کونفوسيوس وطن د شان دونګ ولايت مرکز جی نان ښار دی. دغه غر چې د چيني ملت د روحيې نښه او د چين د لرغوني کلتور سمبول کيږی په١٩٨٢کال کې د تای غر د چين د مهمو تاريخی اثارو په لومړی لست کې او په ١٩٨٧ کال کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړۍ د طبيعی او کلتوری ميراثونو په لست کې ټاکل شوی دی. د تای غره په څوکه کې د تودوخې کلني منځنی درجه پنځه اعشاريه دری درجه ده او هر کال د څه نا څه يو زر يو سل او څليرويشت ملی مترو په اندازه باران اوری. د تای غره په سلسله کې يو سل او شپږ پنځوس څوکۍ، دوه اويا مشهورې غرنې سمڅې، يو سل او ديرش دنډونه، يو سل او اته ويشت تاريخی اثار ليدل کيږی.په سلو کې نوی برخه سيمې په ونو پټ شوي او د سکرو او اوسپنو په شمول ډول ډوله کانونه شته. د تای غره شاوخوا سيمه لرغونی تاريخ او رنګا رنګ کلتورونه لری. د چين په تاريخ کې زيات تنه امپراطوران د ښو حاصلاتو د تر لاسه کولو لپاره د تای غره ته تللي چې له دې امله يی د چين په کلتورونو کې د تای غره مهم ځای

نيسی. د تای په غره کې د بوديزم او داويزم مذهبونو اته پنځوس معبدونه ليدل کيږی. د چين په تاريخ کې زيات شمېر مشورو شاعرانو او شخصيتونو د تای غره ته سفرونه کړل او د دغه لوي غره د ستاينې لپاره ډير شعرونه او ادبي اثار وليکل په تيره بيا د غره په لمنو باندي کيندل شوي ليکنې ډيرې ليدل کيږي او شمير يي دوو زرو پنځو سوو ته رسيدلی چه دغسي أثار د چين له کلتوري زيرمو څخه ډير قيمت دي .

د يادونې وړ خبره دا ده چه د چين په تاريخ کې د بزګرو قيامونه او د بهرنيو تيريو سره د مبارزې خوځښتونه هم د تای غره په سيمو کې راپورته شول او د چيني ملت د أزادۍ لپاره يي سترې کارنامې ټينګې کړې .

د تای غره په سيمه کې ټولې شل لرغونی معبدونه شته دي . سيمه ايز حکومت د دغو تاريخی اثارو ساتلو ته زيات اهميت ورکوی. برسيره پر دې، د نړۍ د نورو هېوادونو زياتو مشرانو او سياستوالو په چين کې د سفر په ترڅ کې هم له تای غره څخه ليدنې کتنې وکړې لکه د سينګاپور صدر اعظم لی ګوانګ ياو او د ديموکراتيکې کوريا ولسمشر کيم جونګ ايل او داسي نور ..

د تير کال د می د مياشتې له لومړی نېټې نه تر اومې نېټې پوری د يوې اوونی رخصتی د چين د حکومت له خوا د غوره منظره لرونکې سيمې په توګه د تای غره له ټاکلو وروسته د سيلانی لومړنی اوونی ده. سيمه ايز حکومت د سيلانيانو د هرکلي لپاره د امنيت او خدمت په برخو کې زيات کارونه تر سره کړي او ددوي کوششونه د ګڼ شمير سيلانيانو لخوا وستايل شول .