<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-17 17:23:07    
د چين د اوسپنيزو لارو څانګې ټاټوبيو ته د کليوالو کارګرانو د ستنېدو لپاره ځانګړی خدمتونه ترسره کوي

cri

د جنوری په ١٥ نېټه د چين د ان هوی ولايت له بو جو څخه راغلی کليوال کارګر ليو سی يونګ د بيجينګ د اورګاډۍ په لويديځه اډه کې د ټکټونو پلورنې په ځانګړی کړکۍ کې د ١٥ ټکټونو را نيولو لپاره غوښتنه وکړه.هغه هيله څرګنده کړه چې په سالمه توګه خپل ټاټوبی ته ورسيږي .

د بيجينګ د اورګاډي اډې د ټکټونو د پلورنې څانګې مشرې ميرمن سونګ مين جون خبريالانو ته وويل چې د جنوری د ١٥ نېټې د غرمې تر ١٢ بجو پوری د کليوالو کاګرانو لسګونه ډلو خپلو ټاټوبيو ته د بيرته ستنېدو لپاره د د پنځه سوه ټکټونو را نيولو لپاره غوښتنه وکړه .هغې وويل چې د جنوری د ١٥ نېټې له پيل څخه کليوال کارګران کولی شی چې د هرې ورځې په ٢٤ ساعتونو کې د ټکټونو را نيولو لپاره د ټکټ پلورلو ځانګړيو کړکيو ته ورشي .

د بيجينګ د اورګاډی د دغې اډې مشر ياو هونګ ژون وويل د کليوالو کارګرانو هر هغه ډله چې شمېر يې له لسو تنو څخه زيات دی او غواړي چې په يو وخت کې د يو اورګاډۍ په واسطه خپل ټاټوبی ته ولاړ شی .ټول کولی شی چې د ټکټ پلورلو ځانګړی کړکۍ ته د ټکټو رانيولو لپاره ورشي ،ورپسی به د اورګاډۍ لارې اړوندې څانګې د دوی له غوښتنې سره سم په يو لنډ مهال کې اورګاډۍ ترتيب کړي .که د اورګاډيو شمير کافی وي ،نو دغه څانګې به د کليوالو کارګرانو لپاره ځانګړی غوښتن ليک وړاندی کړي .

د بيجينګ د اورګاډۍ ادارې اړوند مسئول خبريالانو ته وويل چې سږ کال يی د

اورګاډۍ سپرلۍ په برخه کې زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي .هيله ده چې لازيات شرکتونه د اورګاډۍ له ادارې سره اړيکی ټينګې کړي چې نه يوازی د کليوالو بزګرانو اړتياوې پوره شی بلکې د پسرلی اختر په موده کې د اورګاډې د ليږدولو پر چارو فشارونه کم شی .

د ٢٠٠٧ کال د پسرلی اختر لپاره د اورګاډيو د ټولو ټکټونو د بيې لوړوالی لغوه شوی چې دا د کليوالو کارګرانو لپاره يو ښه خبر دی خو په همدی وخت کې له دغه اختر نه مخکې د مسافرو راغونډولو مسئله هم رامنځته شوې ده .نو اړوندې ادارې په وختی توګه د لنډمهالو اورګاډيو شمېر زياتې کړی دی او نورو تدبيرونو يی هم نيولي دي .

د پسرلی اختر د رارسيدو له امله د هېواد په بيلا بيلو ځايونو کې د اورګاډۍ لارو اړوندو څانګو په وختی توګه د کسانو ليږدولو په کارونو لاس پوری کړي او د چين په ان هوی ،ځه جيانګ او هه نان ولايتونو کې يې خپلو ټاټوبيو ته د کليوالو کارګرانو د بيرته تګ لپاره خدمتی تدبيرونه نيولي دي .

زمونږ خبريال د بيجينګ د اورګاډۍ په لويديځه اډه کې يو داسی حالت وليدل چې د کليوالو کارګرانو ته ټکټونو پلورلو لپاره د ځانګړی کړکۍ کارکوونکيو په اړوندو کارونو پيل کړی او په خدمتونو بوخت وو.