د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان خبري رسنيو د فبروری په اوولسمه نېټه خبر ور کړ چی د طالبانو لوړ پوړی قوماند ملاد عبدالرحيم څو ورځې دمخه وويل تقريبا لس زره تنه طالبان چمتو دي چی په پسرلی کې په افغانستان کی د بهرنيو هېوادونو پر ځواکونو يو لوی بريد وکړي.
عبدالرحيم د فبروری په شپاړسمه نېټه خبريالانو ته وويل د هوا په تودېدو سره به طالبان د امريکا په مشری د بهرنيو هېوادونو په ځواکونو باندی بريد وکړي.
د څېړونکيو په اند، اټکل کيږی چی په سږنی پسرلی کی به د طالبانو بريدونه زيات وي.