د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کی د ګډو ځواکونو چارواکی د فبروری په اتلسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چی د دوی يوه الوتکه د همدې نيټې په سهار د ماشيمنی ستونزې له امله د دغه هېواد په جنوب ختيځ کی وغورځېده.
د ګډو ځواکونو وياند داويد اسيتا وويل د معلوماتو له مخی، د دغې الوتکې د غورځېدو لامل ماشيمنی ستونزه وه او د وسلوالو کسانو بريد نه و. هغه وويل اوس ګډ ځواکونه تر وسی پوری د دغې الوتکې او ممکنو ژونديو کسانو په لټون بوخت دي.