<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-18 19:22:01    
د نېکمرغه پسرلی اختر

cri

ګرانو اوريدونکو زه ليلا مو د چيني او بهرني موسيقي پروګرام اوريدو ته هر کلی کوم ! نن د فبروری ١٨ نېټه د چين د بزګری جنتري لمخې د نوي کال لومړي ورځ ده چه د چينايانو پسرلنې اختر دی ، هيله لرم چې تاسې په نوی کال کی ټول روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې نېكمرغه وئ٠ په نننۍ پروګرام کی به تاسو ته د پسرلی اختر د لمانځلو لپاره يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

هر کال د پسرلی اختر په ورځ کی د کور ټول غړی راغونډيږی او په ګډه دغه بختور جشن لمانځي٠اوس د چينايانو د ژوند سويی د لوړتيا له امله د ساتيری بېلا بېلو فعاليتونه رامنځته شوی، خلک نه يوازی د جياو ځی په نامه خوندور خواړه خوری ، بلکی د چين د مرکزی تلويزيون د پسرلی اختر د لمانځلو لپاره ځانګړی پروګرام هم ګوری٠ اوس به مونږ په ګډه د پسرلی اختر په اړه يوه خوندوره سندره واورو ٠

(سندره ٢ )

د پروکرام په پای کی به مونږ په ګډه يوه نېکمرغه سندره واورو٠ زه بيا هيله منه يم چی په نوی کال کې ستاسی هره هيله تر سره شی او په ژوند کی مو هر څه سم وی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د يو لړ خوندورو سندرو په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ نننی پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسيد ! روغ او خوشحاله اوسئ!