<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-18 19:23:15    
په نړۍ کې ترټولو لويه أسماني ډبره

cri

په ناميبيا کې چې د افريقې په جنوب لويديځ کې پرته ده ، يوه ملي خزانه شته . دغه خزانه د هوبا نومی أسماني ډبره ده چې د دغه هيواد د شمالي ښارګوټي هروتفاندان د هوبا په نامه فارم کې ايښودل شوېد ه .

دغه أسمانی ډبره دوه اعشاريه پنځه نوي متره اوږدوالی ، دوه اعشاريه څلوراتيا متره پلنوالی او له صفر اعشاريه پنځه اويا څخه تر يو اعشاريه دوه وشت متروپورې پونډوالی لری چې وزن يي شپيتو ټنو ته رسيږي . د کارپوهانو په وينا دغه ډبره له يو سل او نوي مليونو کلونو څخه تر څلور سوه او لس مليونوکلونو پورې مخکې رامنځته شوه او له ديرش زر څخه تر اتيا زرو کلونو پورې مخکې له أسمان څخه ځمکې ته ولويده او د زرګونه کلونو لپاره ترځمکې لاندي ښخ شوه چې په نولس سوه او شلم کال کې د هوبا فورم استخراج کوونکي لخوا له ځمکې څخه کشف شوه .

د هوبا أسماني ډبرې په شان ډيره لويه أسماني ډبره له دې امله رامنځته شوېده چې سيارستوری له هوا څخه د تيريدو په ترڅ کې ټوټه ټوټه شوه او ځينی ټوټې يي ځمکې ته ولويدې . أسماني ډبره د اوسپنې او نيکل له محتوي سره سم عمومأ په دريو ډولونو ويشل کيږي چې لومړنی بالکل ډبره ، دوهم اوسپنيزه ډبره او دريم په ډبره کې اوسپنه شامل ده . په اوسپنيزه أسمانی ډبره کې د اوسپنې او نيکل اندازه په سلو کې پنځه نوی برخه نيسی . په نړۍ کې د لومړنی لويې اوسپنيزې اسماني ډبرې په توګه د هو با ډبره ډير اقتصادی ارزښت لری چې د تورې او شمشير أهنګری کولو لپاره ډير ښه اومه مواد دی . دغه أسمانی ډبره ژر په افريقا کې د سوريې سوداګرانو لخوا کشف شوه او له دغې ډبرې څخه څو ټوټې واخيستلې شوې . دوی د

دغې اوسپنيزې ټوټې په أهنګرو وپلورې چې په پايله کې مشهورې فولادی تورې جوړې شويدي . نو د هوبا أسمانی ډبره ورو ورو کوچنی شوه او د دغې مشهورې أسماني ډبرې د ساتلو لپاره په نولس سوه او پنځه پنځوسم کال کې دغه أسماني ډبره د ناميبيا حکومت لخوا د ملي ميراث په توګه وټاکل شوه . خو دغه عمل لا هم د غلا کولو مخه نشوه نيولی .

أسمانی ډبره د علمی څيړنې لپاره ډير لوړ ارزښت لری ځکه چې د أسماني ډبرې د څيړنې له لارې د شمسي منظومې او انسان د رامنځته کيدو معما د حل لپاره ډيره ګټه لری . د تيرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې دغه ډول څيړنه اوج ته ورسيده چې له امله يي د أسماني ډبرې بيه ژر لوړه شوې ده . حتی د يو سانتی ګرامه معمولی أسماني ډبرې بيه څو لس امريکايي ډالرو ته ورسيده او يو سانتي ګرامه قيمتي أسماني ډبرې څو زره امريکايي ډالره ارزښت درلود چې له سرو زرو څخه هم قيمت و .

کله کله ليدل کيږي چې د امريکا د أسماني ډبرو په بازار کې د هوبا ډبې ټوټې ټوټې په لوړه بيه د پلورلو په حال کې دي .

د هوبا أسماني ډبرې د ښې ساتنې لپاره د ناميبيا د تاريخي أثارو ساتونکي کميټې په نولس سوه او پنځه اتيايم کال کې له يوه شرکت سره يوځاي ددې ډبرې په شاوخوا کې طبقه داره صحنه جوړه کړه او دوه کاله وروسته د هوبا فارم څښتان د هوبا أسماني ډبرې د موزيم جوړولو لپاره يوه ټوټه ځمکه د بسپنې په توګه ورکړه او له دې وروسته دغه مشهوره أسماني ډبره د تل لپاره ښه ساتل کيږي او ناميبيا ته د راغلو سيلانيانو د سيل حتمی ځای ګرځيدلی دی .

د هوبا أسماني ډبرې نه پرته په ناميبيا کې نورې زياتې أسماني ډبرې کشف شوي او ځمکې ته د زياتو أسماني ډبرو د لويدو په اثر لويې کندې رامنځته شوې ، خو د هوبا ډبرې د لويدو په وخت کي هيڅ کنده نده رامنځته شوې .