<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-19 18:20:40    
ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ او دده په مشرۍ د ٌ سپين سوی ٌ په نامه ډله ايز شرکت

cri

ګرانواوريدونکو، د چين د شينجيانګ په وروموچی ښار کی د ٌ سپين سوی ٌ په نامه يو مشهور ډله ايز شرکت شته٠دا چې د دغه شرکت خاوند فونګ شيانګ ګوانګ له يو سلمانی څخه د يوې لويې تصدۍ د مشر په توګه ګرځيدلی، د ستاينې وړ خبره ده٠ په نننی پروګرام کی به تاسو ته د ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ او د ده په مشرۍ د ٌ سپين سوی ٌ ګروپی شرکت په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ له منځنی ښوونځی څخه تر فارغيدو وروسته د وروموچی ښار د سلمانی په هټی يا دوکان کی کار کاوه٠ د غوره مهارت او صميمی خدمت له امله هغه د ګڼ شمير مراجعينو لخوا وستايل شو٠ په ١٩٨٦ کال کی ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ د څو ډمانو په ګمارلو سره يوه ځانګړی هټۍ پرانيستله او د ٌ سپين سوی ٌ نوم يې پری کيښود٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ په هغه وخت کی ما هره ورځ د سهار په اتو بجو په کار پيل کاوه او د شپې تر دوو بجو وروسته کور ته ستنيدم چې ډير زيات کوښښونه مې کول٠ٌ

د فونګ شيانګ ګوانګ د هټۍ د پرانيستلو په دوهم کال کی د وروموچی په ښار کی د سينګار کولو او د سر اصلاح کولو سيالی ترسره شوه چې فونګ شيانګ ګوانګ په دغه مسابقه کی لومړی لمبر وګاټه٠ وروسته له هغه د ده د سلمانی هټۍ ورځ په ورځ مشهوره شوه٠

د څو کلونو د سختو کوښښونو له لاری ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ زياتې تجربې او پيسی راغونډې کړې او د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کښی يې د خپلو سپما شويو پيسو په لګولو سره د ٌ سپين سوی ٌ هټۍ پراخه او سينګاره کړه٠

څرنګه چې د دغې هټۍ نايان ډير غوره مهارت لری او د مراجعينو لپاره ډير ښه خدمتونه ترسره کوی، نو د ٌ سپين سوی ٌ هټۍ ډير زيات مراجعين راجلبول ٠ نو په داسی حال کښی فونګ شيانګ ګوانګ په وار سره د ٌ سپين سوی ٌ په نامه نور څلور لړيزې هټۍ پرانيستلې ٠

په ١٩٩٦ کال کی ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ په شينجيانګ کی د ٌ سپين سوی ٌ په نامه د سنګار او سر اصلاح کولو مسلکی ښوونځی جوړ کړی او له څو کلونو راهيسی يې د شينجيانګ دبېلا بېلو ځايونو لپاره زيات غوره مسلکی ماهران روزلي دي٠په ٢٠٠٠ کال کی دغه ښوونځی د چين د سينګار او سراصلاح کولو د مسلکی ټولنې لخوا ٌ د چين مشهور ښوونځی ٌ په توګه ټاکل شوی دی٠ د دغه ښوونځی مشر جو ديان چون وويل : ( غږ ) ٌ زه له ١٩٩٧ کال نه تر اوسه پوری د ٌ سپين سوی ٌ په ښوونځی کی زده کوونکو ته د سينګاراو سراصلاح کولو په هکله درسونه ورکوم او په تمرينونو کی د دوی لارښوونه کوم٠ زده کوونکی په کوښښونو سره د مسلکی تکنولوژۍ زده کړې کوی ٠ فارغ شوی زده کوونکيو يې د خپلې خوښۍ له مخی ښه کار پيدا کړی او يا يې د نايانو ځانګړی هټۍ پرانيستې دي٠مونږ د دوی د کاميابۍ له امله خوشحاله يو٠ٌ

له څو کلونو راهيسی د ٌ سپين سوی ٌ د نايانو هټۍ په يو ډله ايز شرکت أباده شوې او پيمانه يې ورځ په ورځ پراخيږی٠ دغه راز ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ د المان اوکوريا جمهوريت د سينګار او سراصلاح کولو له شرکتونو سره هم همکاری کوی او د دوی پرمختللی تکنولوژۍ او اړوند توليدات راجلبوی٠ اوس د ٌ سپين سوی ٌ ډله ايز شرکت يوه داسی لويه تصدۍ ګرځيدلی چې د سينګارکوونکو او نايانو په روزلو او د سينګار او سر اصلاح کولو د خدمتونو په ترسره کولو سر يره د رستوران، هوټل او ساعت تيرۍ چارې هم اداره کوی او په علمی او تکنولوژيکی

استخراج هم لاس پوری کوی٠

د ٌ سپين سوی ٌ ډله ايز شرکت د ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ په کوښښونو ګام په ګام وده کړې ده٠ له يو نايی څخه د يوې لويې تصدۍ د مشر په توګه د فونګ شيانګ ګونګ د ودې تجربه د پوهنتونونود زياتو محصلينو لپاره هم د پام وړ خبره ګرځيدلې ده٠ هغه کله نا کله د شينجيانګ د ځينو پوهنتونونو په بلنه محصلينو ته د خپل بری په هکله تجربې ورپيژنی ٠ ده وويل : ( غږ ) ٌ مونږ بايد پخپله پرانيستل شوی چارې خوښې کړو، که څوک خپلې چارې خوښوی، هغه به د خپلو چارو لپاره کوښښونه وکړی٠ زه تل مراجعين د خپلو خپلوانو په توګه بولم ، د دوی قناعت زما موخه ده ؛ د خپلوچارو د پرانيستلو په بهير کښی مونږ بايد سپما او کوښښونه وکړو او زيات زحمت وباسو؛ دغه راز مونږ بايد په پر له پسی توګه د نويو تکنولوژيو او تجربو زده کړې وکړو او په خپلو چارو کښی ورڅخه استفاده وکړو او بيا ځانګړی سبک لرونکی نوی شيان اختراع کړو٠ ٌ

له څو کلونو راهيسی ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ او د ٌ سپين سوی ٌ ډله ايز شرکت له کارکوونکو سره يوځای ټولنيزو ټولګټو چارو ته پاملرنه کوی ، څو څو ځله يې مصيبت ځپلواو بی وزلو سيمو، مرستونونو او وړوکتونونو ته د څو مليونو ژن مين بی يوانو په ارزښت پيسی او مالونه د بسپنې په توګه ورکړي دي٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو يو راپور واوريد چې عنوان يې و ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ او دده په مشرۍ د ٌ سپين سوی ٌ ډله ايز شرکت ٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ښاغلی فونګ شيانګ ګوانګ په کوم کال کښی د نايانو ځانګړی هټۍ جوړه کړېده٠ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته هغې ښکلی تحفې ورکړو چې د چين د شينجيانګ ځانګړيتوب ولری٠ ستاسی د بری په هيله !