<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-19 19:16:54    
د چين حکومت بايد په معقوله توګه د بهرنيو اسعارو زيرمه وکاروي

cri

ګرانو اوريدونکيو،د چين د مرکزی بانک د يوې تازه شميرنې له مخې د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری په چين کې د زېرمه شويو بهرنيو اسعارو اندازه ١٠٦٦ مليارډ او دری سوه مليونه امرکايی ډالرو ته رسيدلی چې له امله يي چين په يو داسي لومړني هيواد بدل شوی چې زيرمه شوې بهرنی اسعار پکی له زر مليارډ امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی .پولی کارپوهانو خبری رسنيو ته وويل چې د بهرنيو اسعارو زياته زېرمه په نړيواله سوداګرۍ کې د چين د تحويل کولو توان د ساتلو لپاره ګټوره ده او په بيهر کې د بهرنيو پانګه اچوونکيو لپاره کافی پيسی برابروي ، خو په دغو چارو کې به خطرونه هم رامنځته شی .کارپوهانو وړانديز وکړ چې د چين حکومت بايد په معقوله توګه د بهرنيو اسعارو زېرمه وکاروي چې په نړيواله سوداګرۍ کې د چين عايدات له لګښتونو سره برابر وي .

په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ له امله چين په نړۍ کې يو داسی هېواد ګرځيدلې چې زياته پانګونه يي راجلب کړې ده .هر کال لسګونه مليارډ امريکايی ډالره پانګې چين ته ننوځي او په همدی وخت کې د سوداګرۍ زيات مثبت توازن د دغه هيواد د بهرنيو اسعارو د زيرمې د ډيرښت لامل هم د ی .

د چين د خلکو پوهنتون د پولی او اسهامی انستتيوټ پروفيسر جاو سی جون خبری رسنيو ته وويل چې د بهرنيو اسعارو کافی زېرمه په نړيواله سوداګرۍ کې د چين د تحويل کولو توان د تامين لپاره ګټور دی .(اواز.............)د بهرنيو اسعارو له پر له پسی زياتوالی څخه د چين د اقتصادی ځواک غښتليتوب او له پولی خطرونو سره د مقابلې توان پياوړتيا څرګنده شوې ده .

خو کارپوهانو دا هم وويل تر يوې اندازې پوری د يو هېواد د بهرنيو اسعارو پر له پسی زياتوالی يو ښه کار نه دی .ځکه لومړی په چين کې د بهرنيو اسعارو له زياتې زېرمې څخه څرګنده شوی چې مرکزی بانک بايد د زيرمه شويو بهرنيو اسعارو په په مقابل کې همدغه اندازه ژن مين بی يوانه تيار کړي چې له امله يي ښايی د پيسو پړسوب رامنځته شی .دوهم د بهرنيو اسعارو د زياتې زېرمې له امله به د يوانو تبادلوی ارزښت له زياتو خطرونو سره مخامخ شی .

د چين د دولتی شورا د پرمختګ او څيړنې مرکز د پولی انستيتيوټ پروفيسر با سو سونګ وويل چې د بهرنيو اسعارو د کافی زېرمې په حال کې مرکزی بانک بايد د پانګونې پيچلی لارې چارې وکاروي .(اواز............) نن ورځ د چين د بهرنيو اسعارو زيرمه د راتلونکيو پولي ستونزو د له منځه وړلو لپاره ډيره کافی ده او په راتلونکي وخت کې به موږ د نورو هيوادونو له تجربو څخه زده کړه وکړو او په لا فعاله توګه پانګونه وکړو ، د بيلګې په توګه د بهرنيو اسعارو په وسيله د پانګونې د يو دولتي شرکت جوړول په نظر کې نيول شوي چې د بهرنيو اسعارو د يوې اندازې د ساتلو تر څنګ به نوره برخه د هيواد د پرمختيايي ستراتيژۍ د تر سره کولو لپاره ولګول شي .

د چين د بهرنيو اسعارو زياته زېرمه د لوړو پوړيو چارواکيو له خوا د پاملرنې وړ ده .د چين صدراعظم ون جيا باو او د چين د مرکزی بانک چارواکيو څو څو ځله وويل چې چين د دغې زېرمې د زياتوالی لپاره کوشش ونه کړي .د چين د سوداګرۍ وزير بو شی لای په وروستيو ورځو کې وويل چې سږ کال به چين د کورنيو تصديو د وارداتو د

زياتوالی د هڅونې ترڅنګ په معقوله توګه بهرنی پانګونه وکاروي .

د چين د پولی چارو کارپوه با سو سونګ خبری رسنيو ته وويل (اواز.........)

اوس موږ بايد کورنی اړتياوی پراخې کړو چې له دی لاری به د اقتصاد دايمی پرمختګ ترسره شی او مثبت توازن هم ټيټ شی .نوموړی دا هم وويل چې د امريکايی ډالرو په پرتله د يوانو ارزښت د زياتوالی په حال کې د چين مرکزی بانک بايد د نړيوال بازار د ګټو د تبادلوی ارزښت له بدلونونو سره سم د بهرنيو اسعارو د زېرمه شويو يوانو جوړښت تنظيم کړي چې له مخې يې د يوانو تبادلوی ارزښت له خطرونو څخه ډډه وکړي او د پانګونې تګلارې د ټاکلو کچه لوړه کړي .