د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی، د هند او پاکستان تر منځ يوه اورګاډی د فبروری په نولسمه نېټه وچاوده او له امله يی سخته مرګ ژوبله رامنځته کړه. د هند او پاکستان مشرانو په جلا جلا توګه د دې پېښې غندنه وکړه.
د هند صدراعظم مانمو هن سينګ ووژل شويو کسانو ته تسليت څرګند کړ او و يی ويل حکومت به په نژدی وخت کی د مجرمينو د نيولو لپاره تدبيرونه ونيسی. د هند د ولسی ګوند مشر سونيا ګاندهی د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه پېښه سخت وغندله او د هند او پاکستان له خلکو څخه يی غوښتنه وکړه چی د انسانانو له دغه شان دښمنانو سره ټينګ مخالفت وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد محمود قصوري هم د فبروری په نولسمه نېټه د دغې چاودنې غندنه وکړه.