<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-20 16:33:45    
د پسرلي جشن په تازه ګلانو ښکلی شوی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ، سږ کال د فبروری اتلسمه نيټه د چين د کرهڼيزې جنترۍ له مخې د کال نوې ورځ ده او هم د پسرلۍ موسم د پيل نښه ده ، نو چينايان دغه ورځ د پسرلۍ جشن بولی او په کال کې تر ټولو لوی اختر ګڼل کيږي . د څو زرو کلونو له دود او دستور سره سم د نوي کال د هر کلي لپاره د جشن په موده کې چې د تير شوی کال د وروستی مياشتې له درويشتمې نيټې څخه د نوی کال د لومړۍ مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې وی ، د کور په دواړو خواوو باندي داسې سره کاغذونه لګول کيږی چې د شعر د يو بيت دوه مصراعي يا نيم بيتۍ پرې ليکل شوي وی ، سره څراغونه ځوړنديږی ، د جاو ځه په نامه يو ډول ځانګړی خواړه خوړل کيږي چې له اوړو څخه جوړيږي او په منځ کې يی غوښه يا سابه وی ، دغه راز زاړه واړه ښځې او سړي ټول نوي کالي اغوندي او يو بل ته د نوي کال مبارکي وايي . د ژوند کچې له لوړوالي سره سم وګړي د دودونو له ساتلو پرته د کور د ښکلا لپاره د سينګار بوټي او ګلان اخلي په تيره بيا ښځې او نجونې له ګلانو سره مينه لری . د پروګرام په دې کړۍ کې به له ما سره د بيجينګ په لويديځ کې د يون چيون د ګلانو بازار وګورئ .

د بيجينګ د يون جيون بازار چې د سينګار کبان ، مرغان ، سپي او پسولونه هم په کې پلورل کيږي ، يو لوي مجموعی بازار او د بيجينګ په لويديځ کې پروت دی . کله چې د بازار لومړي پوړ ته ننوتم ، و مې ليدل چې د څو سوه مربع مترو په پراخوالي ډګر له رنګارنګ تازه ګلانو ،د سينګار ګلانو او بوټو څخه ډک دی . د بازار مشر ښاغلي يان ون يان د دغه بازار په هکله وويل زموږ بازار د دوه زره اودرېيم کال د اګست په اتلسمه نيټه پرانستل شو او له نژدې څلورو کلونو راهيسې يي د بيجينګ په لويديځه سيمه کې شهرت وموند ځکه چې دلته زموږ له بازار نه پرته نور داسی

لوی بازار نشته .

لوي جشنونه د ګلانو پلورلو ښه موده ده په تيره بيا د پسرلی جشن . ښاغلي يان خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويي ويل د پسرلي جشن په موده کې ډير تازه ګلان پلورل کيږي . سږنی جشن لږ څه ناوخته راځی او له دې امله چې د اروپايانو د مينوالو ورځ او د چينايانو د څراغ جشن هم په دې مياشت کې دي ، نو په دې مياشت کې د ګلانو پلورنې اندازه به د کلنی اندازې په سلو کې اتيا برخه ونيسی .

لکه د ښاغلي يان په وينا د ګلانو د پلورنځي په ډګر کې د اخيستونکيو ډيره ګڼه ګوڼه ده ځينی يي دوه مينوال ، ځينی يي د کور ټول غړي او نور ځينی يي زاړه او واړه دي . د سينګار ګلان او بوټي که ازران وی او يا ګران، ټول د اخيستونکو خوښ وی .د ثعلب ګل پلورنکې ميرمن جي ساي په دې نظر ده چې د ګلانو ښه بوي د ډيرو اخيستونکو د راجلبولو لامل دی . دې وويل د تيرو کلونو په پرتله به سږ کال د پلور اندازه حتما لوړه شی . هغه ثعلب چې ښه بوي لری ، د پسرلي جشن په موده کې زيات اخستونکي راجلبوي . د ګلانو پلورنې بيې د تيرو کلونو په نسبت نه دي لوړې شوي ، خو اندازه يي زياته شوېده .

ثعلب د نورو ګلانو په پرتله قيمت دی او د روزلو شرطونه يي مشکل دي ، نو زيات مشتريان په تيره بيا ښځې هغه ګلان روزي چې بيه يي کمه او روزنه يي هم اسانه وي .

په وروستيو دوو کلونو کې ددې لپاره چې د ګلانو بيه ټيټه شي ، د کرنې څانګو او پلورونکو په ګډه دا پلان چې د هيواد له جنوب څخه ګلان شمال ته وليږودل شي او د

نورو هيوادونو ګلان د هيواد په جنوب کې وروزل شي ، پلی کړی چې په نتيجه کې

يي د ګلانو بيه کمه او ډولونه يي زيات شوی او ګڼ شمير وګړي ترې ګټه اخستی شي .يوې بوډۍ چې د ګلانو په غوراوي بوخته وه ، خبريال ته وويل زما کور د بازار په څنګ کې دی او د کور او ژوند د ښکلا لپاره ګلان اخلم . باور دی چې د جشن په موده کې زياتې ښځې او نجونې بهر ته ونه وځی او له پلار او مور او يا د خپلو کورنيو غړيو سره يو ځاي له أرام ژوند څخه خوند واخلي او زيات شمير کسان د ګلانو بازار ته لاړشي . په دې مهال کې چې پسرلی ژر رارسيږي ، له ښکليو ګلانو څخه د لذت او خوند اخيستنه ډير راحت او زړه وړونکې ده .