<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-20 16:47:54    
د استراليا د لامبو وهلو غوره لوبغاړی لان سورپی

cri

د استراليا د لامبو وهلو غوره لوبغاړی لان سورپی چې په سيډنی کې د اولمپيک د سپورتي لوبو په وخت يی عمر اولس کاله و د اولمپيک د دغې دوری په سپورتي لوبو کې يی د څلور سوه مترو په واټن د ازادی لامبو په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او د دغې سيالۍ نړيوال ريکارد يی مات کړ . له دی وروسته يی د دوه سوه مترو په واټن د ازادی لامبو په سياليو کې د سپينو زرو مډال او له همکارانو سره يی د ريلی په توګه د څلور سوه مترو په واټن څلور ځله او د ريلی په توګه د اته سوه مترو په واټن څلور ځله د ازادی لامبو په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل .

د اولمپيک تر بيرغ لاندی په شخصی په توګه ګډون کوونکی لوبغاړي

په سيډنې کې د اولمپيک د سپورتي لوبو په پرانستونکو مراسمو کې يو ځانګړی لوبډله رامنځ ته شوه چې يوازی څلور تنه لوبغاړي په کې وو . د دغو لوبو پرانستونکو مراسمو د کوربه هېواد استراليا له پلاوی مخکې ستديوم ته ننوتله داخل کړ او يو غړي يی د اولمپيک بيرغ اوچت کړی و . د ختيځ تيمور د دموکراتيک جمهوريت دغو څلورو تنو لوبغاړيو په شخصی توګه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ .

د امريکا د سوفټبال لوبډله يو ځل بيا د اولمپيک د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .

د امريکا د سوفټبال لوبډلې د اتلانتا داولمپيک په سپورتي لوبو کې د سوفْټبال په سياليو کی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ، خو دوی د سيډنی د اولمپيک سپورتي لوبو په ټولو ډله ايزو سياليو کې مات شول . خو د دوهم پړاو په سياليو کې يی په جلا جلا توګه د چين او استراليا لوبډلې ماتې کړې او د پايلو بی په سياليو کې يی د يو په مقابل کې په دوه د جاپان لوبډله ماته کړه چې يو ځل بيا يی د اولمپيک د سرو زرو مډال واخيست .

د امريکا لوبغاړې ماريون جونس

امريکايی لوبغاړې ماريون جونس د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې يوه داسی لوبغاړې ګڼل کېږی چې په يو دوره لوبو کې يی پنځه مډالونه تر لاسه کړل . د سيډنی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی لومړی د سل مترو او دوه سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل ، له دې وروسته يی د ليری ټوپ وهلو او د ريلی په توګه د څلور سوه مترو په واټن د څلور ځله ځغاستی په سياليو کې دوه برونزی مډالونه وګټل . بر سيره پردی يی د ريلی په توګه د يو زر او شپږ سوه مترو په واټن د څلور ځله ځغاستی په سيالي کې د سرو زرو يو بل مډال تر لاسه کړ . که څه هم له دغو لوبو مخکی يی خپله هغه هيله تر سره نه کړه چې د سيډني د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د سرو زرو پنځه مډالونه تر لاسه کړي ، خو هغه لا هم د خلکو په زړونو کې يوه ډېره غوره لوبغاړې ګڼل کيږی .

د وزن پورته کولو ښځينه لوبغاړی د لومړی ځل لپاره د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ .

په اتلانتا کې د اولمپيک له سپورتي لوبو وروسته د سيډنی د اولمپيک تر سپورتي لوبو پوری د اولمپيک د سپورتي لوبو کميټې د ښځينه لوبو د زياتوالی لپاره ډېر کوښښ وکړ . په سيډني کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ځغاستی ، د وزن پورته کولو په ګډون يو شمير لوبو کې ښځينه سيالي زياتې شوې . د ښځينه لوبو د زياتوالی لپاره نارينه لوبې کمې شوې . لکه د وزن پورته کولو په لوبو کې نارينه سيالي له لسو کچو څخه اتو کچو ته کمې شوې چې له مخې يی په دغو لوبو کې ښځينه لوبغاړې په سياليو کې ګډون کولای شی او د سرو زرو اوو مډالونه هم ګټلی شي .