<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-21 19:57:51    
د فوجيان او تايوان د تاريخ ساتونکي تايواني سوداګر

cri

د چين د فوجيان ولايت په جنوب کې د سيا من ښار په شاوخوا کې د ګو لانګ يوي په نوم يو ښکلي کوچني ټاپو شته چې مساحت يي يوازي يو ١اعشاريه نهه مربع کيلو متره دي او په چين کې يو ښکلي سمندري باغ ياديږي ٠ د علاقې وړ خبره دا ده چې که هوا صافه او اسمان پاک وي ، خلک د دغه ټاپو په غاړه کې د تايوان د سمندري تنګې د بلې غاړې د جن من په نوم ټاپو ليدلي شي ٠

شپږ کاله د مخه تايواني سوداګر ښاغلي هونګ مينګ جانګ د هيواد د سترې برخې د فو جيان ولايت د ګو لانګ يوي ټاپو ته ورسيد او د دغه ټاپو مساعده هوا ، ښکلي منظرې او په زړه پوري ځايي دودونو د هغه زياته مينه ځان ته ورجلبه کړې ده ٠ له هغه وخت وروسته هغه بيا په دي ټاپو کې په ژوند پيل وکړ او په دي ترڅ کې يي د څه د پاسه لس مليونو ژن مين بي يوانو په لګولو سره په دي ټاپو کې د تايوان تنګې د دواړو غاړو په نوم يو موزيم جوړ کړي دي ٠ په دي موزيم کې څه د پاسه ديرش زره لرغوني أثار ښودل شوي چې د هغه له خوا په تايوان کې ذيرمه او ګو لانګ يوي ټاپو ته راوړل شوي دي ٠ هغه وويل چې ډير پخوا زما نيک د هيواد د سترې برخې له فو جيان ولايت څخه تايوان ته راغلي بزګر و ٠ خو اوس زه بيا بيرته خپل ټاټوبي فو جيان ته راستون شوم ٠ زما له پاره دغه تاريخې أثار او کلتور ټول يو شان دي ٠ زه هم لکه د يو ژوندي أثر په شان يم ٠

دده دغه موزيم د هيواد په ستره برخه کې لومړني شخصي موزيم دي چي پکې

د لرغوني و کورنيو سامان الاتو ، د پخوا زماني د نقشې او د اړوندو لرغوني سندونو په ګډون له هر ډول ښودل شوي أثار څخه د تنګې د دواړو غاړو د لرغوني تاريخ په هکله د د پام وړ کيسې څرګندې شوي دي ٠ د پام وړ بله خبره دا ده چې په دي موزيم کې دچين د لرغونې زمانې يوه لوحه شته چي د چن امپوراطورۍ په دوره کې يعني د ميلاد په ١٧٧٢ کال کې د امپوراطور چيان لونګ له خوا ورکړل شوې او ور باندې دغه جمله ليدل کيږي چي د فو جيان د تايوان سيمې د پونګ هوا ولسوالي ٠ له دي څخه ثابت شوي چې ډير پخوا د تنګې د دواړو غاړو ترمنځ نژدي اړيکې موجددي وې ٠ دغه لوحه که څه هم ډيره زړه ده ، خو ور باندې حکاکي شوي لغتونه ډير واضح دي ٠ پر دغې لوحې باندې د يو سپين ږيري ، يوې سپين سر او د دوي د زوي د ستاينې په هکله د امپوراطور چيان لونګ حکم حکاکي شوي چي د سپين .ږيري او سپين سرې زوي د هغه مهال د فو جيان د تايوان سيمې د پونګ هوا په ولسوالي کې يو ځايي مامور و ٠ له دي څخه څرګنده شوې چې په لرغوني زمانه کې تايوان د چين د مرکزي حکومت تر ادارې لاندي و ٠ ښاغلي هونګ مينګ جيان وويل چې دغه لوحه د فو جيان ولايت د يونګ دينګ په نوم يو ځاي کې پيدا شوې ده٠ اړوند کارپوه ما ته وويل چې دا يو ډير ښه شي دي او بايد په ښه توګه وساتل شي ٠

اوس د ښاغلي هونګ مينګ جيان په موزيم کې په قديمي زمانه کې د فو جيان او تايوان د مامورينو اړوند سندونه ، د مشهورو شخصيتونو تصويرونه او ليکنې ، لاسي هنري شيان او د ډرامو، واده ، مذهب ، کرنې ، ماهيګيرۍ په ګډون بيلا

بيل توليدي سامان الات ليدل کيږي ٠ ښاغلي هونګ مينګ جيان هيله لري چې د دواړو غاړو ترمنځ د مستقيمې هوايي ترانسپورتي لارې تر پرانستلو وروسته به د حکومت په مرسته دده د موزيم أثار د نندارې له پاره تايوان ته وليږل شي چې لا زيات تايوانيان په پخواني تاريخ ښه پوه شي چې اصلأ تايوان په فو جيان پوري اړه لري او تايوان په ريښتيا د چين يوه برخه ده ٠

د دغه موزيم د خاوند په توګه ښاغلي هونګ مينګ جيانګ په واضحه توګه دا څرګنده کړه چې د موزيم ټول أثار به يي د خپل هيواد په ستره برخه کې پاتي وي ٠