<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-21 20:01:26    
د علمي پرمختګ لپاره د کاغذباد يا کاغذي ګوډی خدمتونه

cri

کاغذباد د لوبې يو ډول سامان دی ، خو نن ورځ چې علمي او تخنيکي پرمختګ د چټکتيا په حال کې دی ، کاغذ باد لا هم د انسان لپاره ښه خدمت کوي .

کاغذ باد دوه زره کاله دمخه د چينايانو لخوا اختراع شوی او ډول ډول نومونه لری . د انګليستان مشهور عالم نيدهام جوسيف په خپل کتاب کې کاغذباد د چيني ملت له لويو علمي اختراعاتو څخه بللی دی . د امريکا په واشنګتن کې د الوتنو او فضا ته د سفر په ملي موزيم کې هم په څرګند ډول ليکل شوي چې په نړۍ کې د الوتنې تر ټولو لومړنی الې د چين کاغذباد او راکټ دي .

د کاغذباد اختراع د علمي او تخنيکي پرمختګ لپاره ډيره اغيزمنه وه . په اوولس سوه نهه څلويښتم کال کې يو امريکايي ستوري پيژندونکي چې ويلسن نوميده ، د نړۍ لومړنی هوايي ازمويښتی اله جوړه کړه . ازموينه يي دا وه چې د شپږو کاغذبادونو په وسيله د هواپيژندنې تجهيزات د اوو سوو مترو په جګوالي هوا ته پورته شول چې په پايله کې يي د لومړي ځل لپاره د هوا د تودوخې درجه او نورې مهمې تيوريکي شميرنې تر لاسه شوې .

په اوولس سوه او دوه پنځوسم کال کې د امريکې مشهور عالم فورانکلين داسي ازموينه ترسره کړه : يو کاغذباد چې يوه کلي ورباندي تړل شوې وه، د تالندی په مهال هوا ته والوزول شو چې په په ترڅ کې يي دا خبره ثابته شوه چې تندر د بريښنا وتلو نښه ده ، د دې تر څنګ له تندر څخه د ژغورنې ميل يا ستنه هم اختراع شوه .

په اتلس سوه څلورم کال کې د بريتانيا لورد لاورنس داسې يوه بی موتوره

الوتکه جوړه کړه چې اوږدوالی يي پنځه فوټه او وزرونه يي دوه کاغذبادونه وو . په اتلس سوه او څلور نويم کال کې د امريکا رايټ وروڼو هم د کاغذبادونو په وسيله د الوتکې وزرونه جوړ کړل او په دې بنسټ يي په نولس سوه او دريم کال کې د نړۍ رښتينی لومړني الوتکه اختراع کړه . کله چې په نولس سوه يوولسم کال کې د ايتاليا ساينس پوه مارکوني د انګلستان ، د امريکا د نيويارک او فنلند ترمنځ د راډيويي مخابراتو ازموينه کوله ، د سخت باد له امله هوايي انتين مات شو . په بيړنی وخت کې ماکوني مات شوی أنتين په کاغذباد وتاړه چې له نيکمرغه په پاي کې د اطلس سمندر د دواړو غاړو ترمنځ د راډيويي مخابراتو ازموينه کاميابه شوه . برسيره پردې د انګلستان يو پل چې اوه سوه فوټه اوږدوالی او ديرش فوټه پلنوالی لری ، د سيند دپاسه د دوه سوه فوټو په لوړوالی ځوړند دی . د انګليستان کارپوهان پر دی بريالۍ شول چې ددغه پل د جوړولو په مهال کبلونه د ډير لوي کاغذباد په وسيله د سيند له يوې غاړې نه بلې غاړې ته وغځوي .

په وروستيو ورځو کې عالمانو د کاغذباد په وسيله د بريښنا توليدولو يو نوی نظر وړاندی کړی دی . د اټکل له مخې به له دغې طريقې په يو ساعت کې د يو کيلوواټ ساعت بريښنا د تر لاسه شوي اصلي لګښت يوازی يوه نيمه يورو وی ، خو په اروپا کې په يو ساعت کې د يو کيلوواټ بريښنا د توليدولو لګښت په منځنې توګه څلور اعشاريه درې يورو دی ، د يادونې وړ خبره دا ده چې له کاغذباد څخه د جوړ شوي جنراتور ارزښت له بادي جنراتور څخه يو پر ديرشمه برخه کميږي . د معلوماتو له مخې د روسيې يو فزيک پوه د بريښنا توليدولو لپاره پنځوس ډير لوي کاغذبادونه کتار په کتار په هوا کې ځوړند کړل چې د هر کاغذباد

پراخوالی يي د فوټبال له يوه ډګر سره برابر دی او کشوونکي مزی يي د څراغ ميل په شان غټ او شپږ زره متره اوږدوالی لری . ايتاليا پلان لری چې په يو ساعت کې د څو مليونو کيلوواټ په ظرفيت د کاغذباد جنراتورونه جوړ کړی . دغه ډول کاغذباد د دوه زره مترو په جګوالی هوا ته الوزول کيږي او د دا ډول کاغذباد په وسيله چې قطر يي يو زر مترو ته رسيږي ، هر کال دوه سوه او پنځوس مليونه کيلوواټ بريښنا توليديږي . علاوه پردې عالمان غواړي د کور لپاره د بريښنا توليدولو کوچنی کاغذباد طرح کړي چې دغه ډول کاغذباد يوازې يو سل يا دوه سوه مترو په جګوالي هوا کې د يوه کور لپاره د اړتياوړ بريښنا توليدوي .

نن ورځ کاغذباد په علمي ازموينو او صنعتي او کرهنيزو چارو کې ښه کارول کيږي .د بيلګې په توګه په هالند کې د سمندري ژغورنې ادارې په کاغذباد باندي د راډيو تر کنترول لاندي د ځانګړې کمرې په تړلو سره په هوايي عکاسۍ لاس پوري کوي ، دغه راز د بيړيو لارښود او د ليکونو ليږدونې په برخه کې هم له کاغذباد څخه ګټه اخيستل کيږي .