<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-21 20:03:32    
د ګوانګ سي د ليو جو سيمی منځنی قومي ښوونځی

cri

د چين په جنوب د ګوانګ سي د جوانګ قوم په خپلواکی سيمی کې د جوانګ ، مياو او ياو په شمول د ملی لږ کييو وګړيو شمير اتلس مليونو ته رسيږي . د ګوانګ شي په منځنۍ برخه کې د ليو جو په سيمه کې يو داسې منځنی ښوونځی شته چې د ټول هېواد د منځنيو قومي ښوونځيو يوه بېلګه او د قومي ښوونې په برخه کې د پرمختللی ډلی په توګه ګڼل کيږي . له ١٩٩١ کال راهيسی له دغه ښوونځې څخه د فارغو شويو او د چين په مشهور چينګ هوا پوهنتون کې د شاملو شويو زده کوونکيو شمير د ګوانګ سي سيمی د نورو منځنيو ښوونځيو په پرتله ډير زيات دی . په دغه ښوونځی کې چې د کليوالو زده کوونکيو او د لږ کيو قومونو د بی وزلو زده کوونکيو شمير ډير دی ، ولې دومره برياليتوبونه تر لاسه شوی دی ؟

د دغه ښوونځی مشر ښاغلي هو دای جونګ وويل د ده ښوونځی په ١٩٨٠ کال جوړ شوی او تر اوسه په کې په ٥٢ ټولګيو کې څه دپاسه دری زره زده کوونکی زده کړه کوي چې په سلو کې اويا برخه يې د جوانګ او ، مياو په شمول د لږ کيو له قومونو څخه ده او زيات شمير يې له ډېرو وروستی پاتی سيمو څخه راغلی دي . هغه وويل دغه ښوونځی د جوړولو په پيل کې ټاکلی وه چې د لږ کيو قومونو د استوګنې سيمو لپاره استعداد لرونکی کسان وروزي ، د لږ کيو قومونو بی وزلو زده کوونکو ته د ښوونې منلو حق تامين کړي او له دغو سيمو څخه د زده کوونکيو راغونډولو لپاره ځانګړی تګلاری پلی کړي .

د ليو جو په سيمو کې د منځني قومی ښوونځی له جوړولو وروسته په ډيرو ليرو

غرنيو سيمو کې د ځينو کورنيو ځوانانو په زده کړه پيل کړی دی . د ياو قوم ١٦ کلنې نجلۍ پان شياو يو د دغه ښوونځی د دوهمی درجی يوه زده کوونکې ده . هغه وويل زما ټاټوبی په يوه کوچنۍ بی وزلې غرنۍ سيمه کې دی . په دغه ځای کې يوازی زه په دغه منځني ښوونځی کې شامله شوې يم ، نو ځکه دغه فرصت ته ډيره پاملرنه کوم . زما د زده کړی بنسټ د نورو زده کوونکيو په پرتله وروسته پاتی دی ، خو ښوونکي راسره زياته مرسته کوي او اوس مې ستر پرمختګ کړی . زه غواړم چې له دغو ښوونکيو څخه مننه وکړم .

د دغه ښوونځی زيات شمير زده کوونکی له غرنيو او کليوالو سيمو څخه راغلی او کورونه يی غريب دی . نو ښوونځی دوی ته د خپل ژوند په چارو کې زياته مرسته برابروي چې له دغه ښوونځی څخه په سالمه توګه د دوی د فراغت لپاره خدمتونه تامين کړي . د زده کوونکي لياو جيا جيا ټاټوبی يوه ډيره بی وزلې ولسوالې ده چې له ښوونځی څخه يې يو سل او شل کيلومترو واټن لری ، نو هغه يوازی د اوږدو رخصتيو په موده کې کور ته تلی شي . هغه وويل د بی وزلو زده کوونکو لپاره زموږ ښوونځی بړستن او دوپټی په شمول د ژوند لپاره ځينی بنسټيز شيان برابروي او په هره مياشت کې له موږ سره څه مالي مرسته هم کوي . هغه زياته کړه چې دی د زده کړی په برخه کې تکړه دی او باور لری چې په چينګ هوا پوهنتون کې شامل شي .

اوس د ليو جو سيمی په دغه منځنی قومی ښوونځی کې د کمپيوتر او انټرنيټ أسانتياوې برابرې شوې دي، ښوونکی د ښوونيز انټرنيټ د سيستم له لاری خپلو زده کوونکو ته زده کړی ورکولای شي . زده کوونکی هم د انټرنيټ له لاری پوهنه او په بيلا بيلو ساحو کې زيات معلومات تر لاسه کولای شي .