<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-21 19:31:25    
د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه د هند د اورګاډۍ د چاودنې غندنه وکړه.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو موکيرجی او قصوری د فبرورۍ په يوويشمه نېټه د هند د اورګاډۍ د چاودنې غنډنه وکړه او څرګنده يی کړه چې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه د هند او پاکستان په راتلونکی غونډه کې به د دغې چاودنې په هکله بحث وشی.

دواړو وزيرانو په ګډه د هند او پاکستان د ګډې کمېټې د غونډې مشری او دوه اړخيزه خبرې اترې يی تر سره کړې. له خبرو اترو وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کې وزير موکيرجی وويل هند به تر خپلې وسې پوری چاودنه کوونکي ونيسی او د تاوان ليدونکو له کورنيو سره زياتې مرستې وکړي. وزير قصوری وويل چې د اورګاډۍ چاودنه به له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه د پاکستان او هند په راتلونکی غونډه کې يوه مهم موضوع وی او له دغې چاودنې څخه څرګنديږی چې دواړه هېوادونه بايد خپل منځی همکاری پياوړی کړي.