<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-22 19:45:57    
د امنيتی چارو په اړه د امريکا د ولسمشر مشاور له ناتو څخه غوښتنه وکړه چی په افغانستان کی پوځی لګښت زيات کړي

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د امنيتی چارو په اړه د امريکا د ولسمشر مشاور ستيفن هادلی د فبروری په يوويشتمه نېټه په بروکسيل کی د ناتو له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چی په افغانستان کی پوځی لګښت زيات کړي.

هادلی په همدې ورځ په بروکسيل کی د ناتو له مقر څخه ليدنه وکړه او د ناتو له سرمنشی جاپ ديهوپ سکيفير سره خبرې اترې وکړې. له خبرو اترو وروسته هادلی خبريالانو ته وويل که په افغانستان کی د ناتو پوځی عمليات ناکام شي، نه يوازی د افغانستان پر وضعې به ناوړه اغېزه وشي، بلکی د امريکا او اروپا امنيت به هم له ګواښ سره مخامخ وي.