<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-23 18:47:28    
دوديز کلتور په چين کې بيا ځليږي

cri

په وروستيو ورځو کې د چين د کتابونو په بازار کې د دوديزو او تاريخي کتابونو د اړتيا او پلورلو شمېر په پرله پسی توګه زيات شوی او پر تليويزيون او انټرنېټ د تاريخی او دوديز کلتور په اړه محتوياتو هم د خلکو پام راجلب کړی دی. نن ورځ چينايان له لرغونی کلتور او دودونو څخه ګټه اخلی او د پرمختګ ځواک لټوی .

لنډه موده مخکې زمونږ خبريال په بېجينګ کې د کتابتونو په نندارتون کې وليدل چې ډېرو مطبعو د اخلاقو په هکله د دريو کلمو متلونو ، د کانفوسيوس د لنډو کلمو او د منسويوس خبرو په ګډون ډېر چينی تاريخی کتابتونه نندارچيانو ته وړاندی کړي دي . د عصر په نامه د مطبعې مشر ښاغلی سونګ ځو ده خبريال ته وويل د يادو شويو کتابونو د سپارښتنې اندازه د ټولو کتابونو په سلو کې دېرش برخه نيولې ده.ده وويل

دوديز کلتور اوس ډېر مروج دی.د تاريخی او دوديزو کتابونو اړتيا ورځ په ورځ زياتېږي او ډېر کسان د دوديز کلتور پر څېړنې بوخت دي

چين څو زره کلن کلتور او دودونه لري.د اوسني عصر له رارسېدو وروسته د لوېديځو هېوادونو ډېر فکرونه او کلتورونه ناڅاپه چين ته راغلي چې له امله يې د چين لرغونی دوديز کلتور ته د خلکو پام ډېر کم شوی دی.خو دغه حالات په وروستيو کلونو کې بدل شوی دی.

ښاغلی جو لي يونګ چې په يوه بهرنی خبری رسنی کې کار کوي. په چين کې يې د

دوديز کلتور د بيا سمسورتيا په هکله وويل :

زه بهرنی ژبې زده کوم او له چينی کلتور سره زياته اشنا نه يم او توان نه لرم چې له بهرنيانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې دوی ته د چين په هکله ډېر معلومات ورکړم. نو لازمه ده چې اوس موږ لرغونی دوديز کلتور يو ځل بيا زده کوو چې پر جوهر او معنی يې پوره شو او ګټه تری واخلو.

د خلکو له دغې اړتيا سره د سمون لپاره د چين مرکزی تليويزيون خپلو نندارچيانو ته د کارپوهانو د ويناو په نامه يو پروګرام وړاندی کړ. په دغه پروګرام کې ډېرو کارپوهانو په أسانه او خندونکو ژبو سره د چين دوديزې کلاسيکي اثار څرګند کړل چې نه يوازی يې د ډېرو نندارچيانو خوښي لاس ته راوړه بلکې له مخې يې ډېر اړوند کتابونه هم پلورل شوي دي.د بېلګې په توګه د چين په لرغونی موده کې د دريو سلطنتونو په نامه يو کتاب چې د يي جونګ تيان له خوا ليکل شوی، په پرله پسی څو اونيو کې د کتابونو د پلورلو اندازې په لست کې لومړی مقام نيولی دی. د کانفوسيوس له لنډو کلمو څخه د زده کړې په نامه کتاب چې د ميرمن يو دن له خوا ليکل شوی،په څلويښتو ورځو کې يې يو مليون او پنځه سوه زره ټوکونه پلورل شوي دي.يو دن وويل:

نن ورځ مونږ په يوه بدلېدونکی زمانه کې ژوند کوو.کله چې زمونږ په زړه کې تېروتنې، بی زغمی او دردونه زيات شي، مونږ ساده، ريښتينی او تاوده شيان خوښوو.نو اوس زمونږ په ټولنه کې د لوېديځو هېوادونو د کلتورونو په پرمختګ سره د چين لرغونی دوديز کلتور هم بيا ژوندی کيږي.

د چين د خبری رسنيو پوهنتون د کلاسيک کلتور پروفيسر ښاغلی يون چينګ فونګ وويل د چين د لرغونی دوديز کلتور بيا ژوندی کېدل د ټولنې د پرمختګ په بهير کې

يو ضرورت دی.ده وويل

د چين د لرغونی دوديز کلتور بيا ژوندی کېدل د داسې تاريخی کلاسيکي اثارو ارزښت بيا اټکلونه ده.دغه بيا اټکلونه د ډېرو کتابونو له پلورلو څخه نه ده څرکنده يا په تېر او روان کال کې نه ده رامنځ ته شوی،خو د تېری پيړۍ د اوومې لسيزې په پای کې يعنی د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په پيل کې رامنځ ته شوی ده.اوس دا يو پرله پسی بهير دی.

ده زياته کړه په هره زمانه کې به خلک له دوديز کلتور څخه خپلې ريښې پيدا کړي او د پرمختګ په بهير کې به په پرله پسی توګه يو ځل بيا پخوا ته وګوري .