<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-23 19:30:17    
له هاروارد څخه د نړۍ تر بلې څنډې يعنې چين پورې

cri

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او عزتمندو اوريدونکو ښې چارې،هيله ده چې د ژوند په ټولو ناخوالو مو بری تر لاسه کړی وي،دا دی تر يوې اونۍ ځنډ وروسته د دغې برخې د خپريدو وار رسيدلی دی،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره مل پاتې شی،پدې اونۍ کې به د يوې امريکايي ميرمنې د ژوند په اړه لږ څه معلومات درکړم، د دوه زره شپږم کال په بهير کې يوه ځوانه امريکايي ميرمن چې شان نون نوميږي د چين په شمال ختيځ د لايونينګ ولايت د د هونګبايو سيمې ته راغله.هغه اوس مهال د هاروارد په پوهنتون کې د ډاکترۍ د درجې د ترلاسه کولو لپاره د زده کړو په چارو بوخته ده،هغه چين ته ، په يوې کوچنۍ غرنۍ سيمه کې د کليوال لمړني ښوونځي د ښوونکې په توګه راغله.او په لمړي سر کې يې زياتره زده کوونيکو ته د انګليسي ژبې د زده کړې په هکله سلامشوره ورکړه، او په سيمه کې يې د اړوندو ښوونځيو کې د پخوانيو او زړو لارو چارو پر سر چې دومره مؤثرې نه وې خبرې وکړې،چې اوس د هغه ښوونځي په چاپيريال کې د انګليسي ژبې د زده کړو کچه دوهمې مرحلې ته لوړه شوې ده،او ددې ښوونځي زده کوونکي په خپل چاپيريال کې په ښه توګه انګليسي ژبه ويلاي شي، ميرمن شانون اوس مهال د سيمې په يو عادي کور کې ژوند کوي،او د سيمه ايزو خوراکونو له هغو خوړلو سره عادي شوې ده،چې د پخوا په پرتله يو څه مالګين او مرچ زيات پکې استعماليږي،کله چې په هغه کلي کې د واده مراسم او يا هم په کور کې مړی شوی وي او يا هم څه نور مراسم وي نو هغه په ډير درناوي سره يوه تحفه ورته اخلي او يا هم نورې نغدي مرستې ورسره کوي،

شان نون د انګليسي ژبې د ښوونکې د دندې پر مهال خپل څيړنو ته پراختيا ورکړه،او د ( ) شرکت په مرسته يې د چين د کيلوالي سيمو د پرمختګ په اړه هم څيړنې پيل کړې،چې پخپل دې کار سره يې د چين د سيمه ايزو حکومتونو لخوا د کليوالي سيمو له پرمختګ څخه ملاتړ ښکاره کړی دی. په حقيقت کې شان نون اوس مهال په داوطلبانه او پرته له کوم معاش څخه د سيمې زده کوونکيو ته د انګليسي ژبې زده کړې ورکوي. او د خپل چاپيريال له خلکو سره په ډير درنښت او ښو اخلاقو چلند کوي،په ژمي کې داسې هم پيښږي چې نوموړې او ددې زده کونکي پداسې کوټو کې چې ښيښې يې له بهر څخه پنډ کنګلونه نيولي او د ښيښو او کړکيو تر منځ سوري او تش ځايونه په کاغذونو سره بند شوي وي خپل لوست ته دوام ورکوي، يو تن زده کونکی وانګ شيچينګ وايي چې شان نون دوي ته ډيرې ګټې رسولي دي،دی زياتوي په وروستۍ آزموينه کې يې له سلو نمرو څخه اتيا نمرې اخيستي دي چې پخوا يې تر تر ديرشو نمرو زياتې نمرې نه وې تر لاسه کړې،چې دوی دا د ځان لپاره يو ستر برياليتوب بولی،

دې زياته کړه چې له هاوارد پوهنتون د کليوالو سيمو د زده کړو له څانګې څخه فارغه شوې ده،ده کله چې له پوهنتون څخه فارغه شوم،نو دوستانو مې راته وويل چې اوس به ستا د کار قسمت د امريکا په کوم ښار يا سيمه کې وي چې باالاخره زما د کار برخليک په امريکا نه بلکې په چين پورې وتړل شو، د خپلې دندې تر څنګ يې بل مهم کار چې خپلو زده کونکيو ته د انګليسي ژبې لوست ورکول وو هم پر غاړه واخيستل،که څه هم په لمړي سر کې دا کار ډير ورته ګران او ستونزمن وو، زده کوونکی وانګ شيچنګ وايي کله چې شان نون دوی ته يو نوی لغت ورزده کوي،نو هغه په ډيره ښه او ورو توګه تلفظ کوي او بيا يې پر موږ تکراروي،نو ما په ډير لږ وخت کې خپلې تيروتنې اصلاح کړي، وانګ زياتوي که چيرې وغواړم چې د خپلې ښوونکې په هکله کومه ليکنه وکړم نو په سر کې به يې وليکم چې شان نون ترور ډيره ښکلې او مهربانه ده،هغې د ژمې په يوه ورځ کې ډيرې ښکلې جامې چې ښکلي رنګونه يې درلودل په تن کړې وې چې ددې ښکلا يې نوره هم زياته کړې وه، شان نون زموږ يوه ډيره ښه او ريښتونې ملګرې ده. وانګ وايي يوه ورځ موږ د واورو په توپونو د وهلو لوبه کوله خو د هلکانو شمير د نجونو په پرتله څو برابره ټيټ و،خو کله چې شان نون راغله نو زموږ په پلوي ودريده او د نجونو سره مو په خپله کمه شميره لوبه پيل کړه او د لوبې په پای کې د ميرمن شان نون په زياتو هڅولو سره پدې بريالي شولو چې لوبه وګټو.شان نون پخپله د ځان لپاره پخلی کوي،او ډيرځله يې په ويښتانو کې د ګلانو لښتې او پاڼې تر سترګو کيږي،د سيمې په يو عادي کور کې په کرايي کور کې ژوند کوي،په کور کې يې زياتره کتابونه د خپل مسلک سره تړاو لري چې پکې زياتره د انګليسي ژبې د ښوونې د بيلابيلو لارو کتابونه ليدلی شی،دغه راز شان نون يو شمير نور کتابونه لکه د چيني خوراکونو او څنګه کولای شو چيني خواړه پاخه کړو هم له ځان سره ساتلي دي، هغه د سينګار له توکيو څخه ډيره لږه ګټه اخلي او يواځې ځيني ساده او اړين شيان استعمالوياوس مهال د چيني خواړو په پخولو او خوړلو عادت شوې ده، ده وايي اوس يې د نويو ډولونو خواړو خوندونه هم څکلي دي او ډير مينه لري چې د نويو نويو خواړو پخول هم زده کړي،

شان نون څه موده وړاندې تکل درلود چې د خپلې دندې تر پای ته رسيدو وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنه شي، خو مخکې له سفر څخه يې له خپل ملګري جې سره چې يو چينايي ځوان دی،د سيمې له دودونو سره سم واده وکړ، شان نو د خپلې خدای پامانۍ په يو ليک کې ليکلي چې هغې په چين کې د خپلې دندې پر مهال ښې تجربې ترلاسه کړي او دلته په چين کې يې له ژوند څخه خوند اخيستی دی، او ورسره پاتې خاطرې به يې هيڅکله هيرې نشي.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو اوريدونکو د نننۍ دغې برخې وخت پاي ته رسيږي نو زه خوشحال تايب هم ستاسو څخه اجازه غواړم د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په لوی او مهربانه خدای سپارم. پاک رب مو ساتونکی.