د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان څه نا څه ديرش زرو تنو خلکو د فبرورۍ په ٢٣ نېټه د کابل په يو سپورتی ميدان کښی د يوې غونډې په جوړولو سره د بخښنې په هکله د يوې قانونی لايحې ملاتړ وکړ چې د پارلمان لخوا په وروستيو ورځو کښی تصويبه شوېده٠
په دغه قانوني لايحه کښی ټاکل شوې چې د ټولو هغو کسانو جنايتونو ته بخښنه ورکړی شی چې په تيرو څه دپاسه شلو کلونو کښی يې د افغانستان په دننه کښی په جګړو کښی ګډون درلود او په دوی کښی د قبايلو هغه مشران هم شامل دی چې د بېلا بېلو ډلو د جګړو لارښوونه يې وکړه٠ دغه قانونی لايحه د پارلمان د مشرانو او ولسي جرګو لخوا تصويبه شوېده ، خو د ولسمشر حامد کرزی لخوا نده لاسليکه شوې ، نو د قانون حيثيت نه لری٠ د ملګرو ملتونو د انسانی حقوقو چارو لوړ پوړی چارواکی د فبرورۍ په پيل کښی په څرګنده توګه له دغې قانونی لايحې سره مخالفت کړی او د لويديځې نړۍ ځينو هېوادونو هم له همدې قانونی لايحې څخه انديښنه څرګنده کړېده ٠