<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-24 18:34:15    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام په دغه کړۍ کی به ستاسو ځينو علمی پوښتنو ته ځوابونه درکړم .

لومړی ، مچی څنګه شات راغونډوی ؟

پسرلی او ډوبی د مچيو د شاتو د راغونډولو ښه موسمونه دي او د دغو موسمونو په ښو ورځو کی مچۍ د شاتو ترلاسه کولو لپاره هغه ځای ته ځی چې مناسب ګلان پيدا کړی ، مچۍ د نل ليکې په شان د خپلو ژبو له لارې د ګلانو شيره په خپلو ګيډو کی زيرمه کوي . دوی د يو ګل دشيرې له راغونډولو وروسته بل ګل ته ځی چې په پای کی خپله ګيډه له شيرو څخه ډکوي . په عادی حال کی يو مچی څلويښت ځله دباندی الوزی او هر ځل د څه پاڅه سلو ګلانو شيره راغونډوی خو عمومی اندازه يی يوازی صفر اعشاريه پنځو ګرامو ته رسيږی . وروسته ټولې مچۍ راغونډ شوي شيرې د خپل کور په يوه خلاصه کوټه کی زيرمه کوی دغه راز په شپه کی دغه شيرې خپلو ګيډو ته ښکته کوی چې له بيا جوړولو وروسته ريښتينی شات چمتو کيږی . تاسو ته معلوم دی که نه ؟ مچۍ سل ځله د شاتو سرچينې خپلو ګيډو ته ښکته کوي او شات تری توليدوی . برسيره پردی ، د شاتو د وچيدو لپاره مچۍ له رخصتی نه پرته خپل وزرونه خوځوی . په پای کی به مچۍ وچ شوی شات د خپل ژمی تيرولو لپاره زيرمه کړي .

دوهم ، د سمندر رنګ ولې شين ښکاري ؟

کله چې مونږ په بيړۍ کی يو د سمندر رنګ شين تر سترګو کيږی . که يوه پياله له اوبو څخه ډکه کړي هيڅ رنګ به پکی ښکاری نه شی او د عادی اوبو په شان دي . لامل يی څه دی

أيا د لمر وړانګو رول لوبولی دی . مونږ ته معلوم دی چې د لمر وړانګې سور ، نارنجی ، شين ، أبی ، بانجانی ، ژيړ ، زرغون په ګډون اوه رنګونه لری . کله چې لمر پر سمندر باندی ځليږی نو د سره ، أبی او بانجانی رنګونو نه پرته نور رنګونه د سمندر ژورو ته ځی چې څپې يی اوږدې دي . اما د أبی او چوڼيا رنګه چې څپې يی لنډې دي ، د سمندر له مخې انعکاس کوي او د خلکو تر سترګو کيږی . نو ځکه هغه سمندرونه لازيات أبی رنګه ښکاری چې زيات ژوروی .

دريم ، داسی کبان شته چې خلک خوری ؟

د جنوبی امريکا د لويې وچې د ياماسون سيند په اوږدو کی يو ډول ځانګړی کبان شته چې اوږدوالی يی شل سانټی متره دی او کافی ټکی لرونکی سپين پوستکی لری . بڼې يی د پام وړ نه دی خو دغه کبان په نړۍ کی ترټولو شرير کبان ګڼل کيږی .

دغه کبان مثلث تيز غاښونه او د وينو له بوی سره هم تيز احساس لری . ويل کيږی چې په هر هغه سيند کی چې دغه کبان پکی شته يو ډير خطرناک سيند ګڼل کيږی . که سړی يا نور حيوانات په بی پروايی توګه په دغه سيند کی ولويږی نو له څو دقيقو وروسته به يی يوازی هډوکی پاتی شی . حتی دغه کبان خپل ژوی هم خوری . که يو دغه کب د سړيو د قلاب په وسيلې نيول شی نو همکاران به يی د هډوکی په ګډون ټول وخوری .

ځکه چې د دغو کبانو غاښونه ډير تيز دي نو په جنوبی امريکا کی ځايی خلک له دغو غاښونو څخه د ښکار لپاره د غشو سرونه جوړوی .

ګرانو اوريدونکو ! په دی وروستيو ورځو کی ځينو ملګرو د خپلو ليکونو يا بريښناليکونو له لارې مونږ ته ويلي چې دوی غواړی زمونږ د پروګرامونو له لارې لازيات معلومات ترلاسه کړي او دا هم د ځوانانو لپاره ګټور دی . تر دی څنګ هغوی له مونږ څخه زياتې علمی پوښتنې کړي دي خو له دغو جملو څخه ځينی پوښتنې لږڅه ستونزمنې دي خو

مونږ د اوريدونکو د غوښتنو د بشپړولو لپاره اړوند کتابونه لوستلی او د دوی ځوابونه مو هم ورکړي . نو ځکه مونږ هڅه کوو چې تر وسې پوری د پروګرام په دغه کړۍ کی ستاسو اړوند علمی پوښتنو ته هم ځوابونه وړاندی کړو .

مونږ هيله لرو چې تاسو په بيلابيلو برخو کی زمونږ سره اړيکې ټينګې کړي او زمونږ ځوابونو هم ستاسو پرښتنې ځواب کړې وي .