<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-24 18:32:36    
د ګوانګ شی د ځوانګ قوم د خپلواکی سيمې د دونګ شنګ د ښاروال پخوانی مرسيتال له خپلې دندې څخه له استعفا وروسته د غوايانو په روزلو بوخت دی

cri

پان جو هوان پخواد ګوانګ شی د ځوانګ قوم د خپلواکی سيمې د دونګ شنګ د ښاروال مرستيال و ،خو له خپلې دندې څخه له استعفا وروسته يي د دغه ولايت د هنګ ولسوالی جو جين په کلی کې د غوايانو روزلو يو فارم جوړ کړ .زمونږ خبريال په وروستيو ورځو کې په دغه کلی کې له ښاغلی پان سره مرکه کړې چې دلته يې تاسې ته وړاندی کړو.

کله چې په ١٩٨٦ کال کې ښاغلی پان د فانګ چنګ ګانګ ښار د نا سو په علاقه داری کې د ګوندی مشر په توګه وټاکل شو . نو د خپلې دندې په موده کې د دغې علاقه دارۍ کليوالو وګړو له نورو ځايونو څخه د مو لا په نامه څو مېښې واخيستلې چې بدنونه يي غټ دي او زياتې شيدې ورکوي .دغه مېښې د ده د پاملرنې وړ وې خو په هغه وخت کې د بيلا بيلو عواملو له مخې يې دغه مېښې په پراخه توګه و نه شوی روزلی .

له څو کلونو وروسته ښاغلی پان د دونګ شنګ د ښاروال مرستيال په توګه وټاکل شو ،خو په ٢٠٠٤ کال کې يی پرېکړه وکړه چې په سياسی چارو کې له بوختيا لاس واخلي ،نو ويی غوښتل چې له ټاکلی وخت مخکې تقاعد شی او د مو لا په نامه د غوايانو په روزلو لاس پوری کړي .

هغه خبريال ته وويل له دی امله چې نيکه هم يې د ٣٠٠ غوايانو روزونکی و .نو ده هم وغوښتل چې د غوايانو په روزلو پيل وکړي .ور پسی يی د چين د کرهڼيزو علومو د اکادمی د ګوانګ شی د مېښو د څيړنيز انستيتيوټ له مشر يانګ بينګ ځوانګ څخه له پوښتنې وروسته معلومات تر لاسه کړل چې د پاکستان او هند له ميښو سره د ځايي غوايانو د پيوندولو له لارې داسي ښه جنس ميښې رامنځته کيږې چې نه يوازی غوښې يي خوندورې وي بلکی زياتې شيدي هم ورکوي . نو د مېښو روزل د پانګه اچوونکيو لپاره يو ښه لاره ده .ښاغلی يانګ وړانديز وکړ چې د غوايانو د روزلو فارم د هنګ په ولسوالی کې جوړ کړي ،ځکه چې هلته د هېواد د خوږو جوارو د کرلو يوه لويه اډه ده .نو ښاغلی پان د دغه ډول غوايانو په روزلو پيل وکړ .

خو د خپلو چارو د سمولو په پيل کې د ده له خوا د روزل شويو مېښو شيدو ښه بازار نه درلود ځکه چی بيه يی لوړه وه .په بازار کې د يو کيلو ګرامه شيدو بيه يوازی ٤ يوانه وه، خو د ده د پلور شيدو بيه ١٢يوانو ته رسيدله .نو د خپل فارم د جوړولو په لومړيو دريو مياشتو کې ښاغلی پان په وړيا توګه خلکو ته شيدې ور کړې او ورپسی کليوالو وګړو د دغو شيدو په اړه معلومات تر لاسه کړل چې له امله يی د ده له خوا چمتو شوو شيدو ښه بازار وموند .د ٢٠٠٦ کال په نومبر کې د ٣٠ هېوادونو کارپوهانو د ځه جيانګ په پوهنتون کې يوه غونډه تر سره کړه . دوی په غونډه کې يی د دغه فارم په اړه له اوريدلو وروسته د دغو مېښو د ليدنې لپاره د هنګ ولسوالۍ ته لاړل .

د ٢٠٠٥ کال په پيل کې د ګاومېښو اړتياوې زياتې شوې نوښاغلی پان وب غوښتل چې د ګاومېښو شمير زيات کړي .د ده په مشرۍ کليوالو وګړيو هم د غوايانو په روزلو پيل وکړ چې له مخی يې نه يوازی د بزګرانو ستونزه حل شوې بلکې عايدات يی هم زيات شوی دی .