دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی د شينجيانګ سندری وړاندی کړو٠
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی سندره واوريده چی نوم يی دی د دا بن ښار نجونی ٠ لی شوانګ جيانګ د تېری پيړۍ په ٧٠ لسيزه کی په چين کی ډېر شهرت وموند٠ په ١٩٦٣ کال کی هغه د چين د موسيقی له مرکزی پوهنځی څخه فارغ شو او وروسته يی په وار سره د شينجيانګ د پوځی هنری ډلی او د چين د عمومی سياسی اداری د سندرو او نڅا په ډله کی د ځانګړی سندرغاړی په توګه ومنل شو٠
شينجيانګ د چين په شمال لويديځی سيمی کی واقع دی چی پکی د ويغور او قزاق په ګډون لسګونه ملی لږکۍ ژوند کوی٠ په شينجيانګ کی د ١٠ کلونو د ژوند له امله ښاغلی لی د بېلا بېلو ملی لږکيو د کلتور او هنر سره سم خپل ځانګړی سبک جوړ کړی٠ اوس به مونږ په ګډه د لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی د شينجيانګ يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی زما ګل٠ په دغه سندره کی نجلۍ ته د يوه قزاقی هلک مينه څرګنديږی٠
د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی يو قزاقی سندره واورو چی نوم يی دی ښکلی نجلۍ ٠
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!