<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-25 18:47:15    
کاريز ____ تر ځمکې لاندي مصنوعی ويالې

cri

د أسيا د لويې وچې خيټه د أسيا او افريقا په صحرايي سيمو کې پرته ده چې زيات غرونه او د ځمکې کاسې پکې موجودې دي او هوا يي ډيره وچه ده . په غرنيو سيمو کې د باران اوبه زياته زيرمه کيږي او وګړيو ته د څښلو اوبه برابريږي. خو زياته اندازه اوبه د هوا د تودوخې له امله تبخير کيږي ، نو د دغو سيمو وګړيو د اوبو د ساتلو لپاره اوږد کاريزونه وکيندل په تيره بيا د چين په شينجيانګ کې د تيرې پيړۍ د پنځمې لسيزې تر پايه پورې يو زر او اوه سوه څلور اتيا کاريزونه موجود وو او د اوبو کارولو کلنی اندازه شپږ سوه دوه اتيا مليونه مکعب مترو ته ورسيده چې په پايله کي يي د څلورويشتو زرو هکتارو په پراخوالي پټيو ته اوبه ورکول کيدې .

کاريز د څاګانو او ويالو د يوځايښت پايله ده ، کاريز کله رامنځته شو ؟ ځوابونه يي درې دي . يو ځواب دا دی چې دوه زره کاله دمخه د چين د هان په سلسله کې يو مشهورليکوال چې وانګ وي نوميده ، د لويديځو سيمو د ويالو په نامه کتاب کې ليکلي د هان امپراطور ليو چه امر ورکړ چې د لو هه نومی سيند اوبه د داي لي ولسوالۍ شمال ته ورسوی ، خو د ويالو ديوالونو د نړيدو له امله د څاګانو کيندلو له لارې تر ځمکې لاندي ويالې وکيندلې ، وروسته د اوبو رسولو لارې چارې شينجيانګ ته خپريدې . بل ځواب يي دا دی چې کاريز لومړی په لرغوني فارس کې وکيندل شو چې دوه زره کاله تاريخ لری او د اسلامي دين له خپريدو سره سم د چين شينجيانګ ته خپريده . خو کاريز په فارسي ژبه کې قنات وايي چې د شينجيانګ ، افغانستان ، پاکستان او منځني اسيا د هيوادونو له کاريزونو سره توپير لری . نودې کې شک شته چې د کاريز اختراع له لرغونی فارس څخه راغی ځکه چې نومونه يي

بيل دي . دريم ځواب يي دا دی چې کاريز پخپله په شينجيانګ کې اختراع شو . لامل يي دا دی چې د شينجيانګ د توروفان ښار په يوه کلي کې د تور په نامه کاريز په پنځلس سوه شلم کال کې وکيندل شو او تر اوسه څلور سوه شپږ اتيا کاله تاريخ لری ، نو ويل کيږي چې کاريز د توروفان وګړيو لخوا اختراع شو . د معلوماتو له مخې په توروفان کې چې د هوا د ډير تر ډير لوړه تودوخه اوه څلويښت اعشاريه درجو ته رسيږي او د اورښت کلنی اندازه يي يوازی له لسو ملي مترو څخه زياته ده ، خو د تبخير کلنی اندازه يي له دريو زرو ملي مترو څخه اوړي چې له امله يي په دې سيمه کې اوسيدونکو د اړتياوړ اوبو د کارولو لپاره کاريزونه کيندلي وو . د څيړنې له امخې په توروفان کې يو زر او دوه سوه اوه ديرش کاريزونه شته او د اوبو کلني ظرفيت يي درې سوه يو ديرش مليونه مکعب مترو ته رسيږي او يو لک ديرش زره هکتاره ځمکو ته اوبه ورکول کيږي چې دغه پراخوالي د دې سيمې د کرنيزو ځمکو په سلو کې شپيته برخه نيسي .

خو له بده مرغه د تيرې پيړۍ له دوهمې نيمايي راهيسې په زياتو کاريزونو کې اوبه کمې يا وچې شوي او ځينې يي نړيدلې دي . د کاريزونو د کمښت لاملونه يي دوه دي ، يو يي دا دی د ځمکې په سطح د اوبو لګولو سيستم پياوړی شوی دی چې په پايله کې تر ځمکې لاندي اوبه کمې شويدي . د کاريز ځانګړی نيمګړتيا دوهم لامل دی ځکه چې د کاريز کيندلو پروژه ډيره ستونزمنه ده او د کاريزونو ساتنه هم مشکل کار دی .

د يوې دوديزې تکنولوژۍ او لرغوني کلتور په توګه د کاريز ارزښت د پاملرنې وړ دی . نن ورځ په توروفان ښار کې د کاريز په هکله موزيم جوړ شوی او زيات سيلانيان راجلبوي . دغه راز دغه ښاروالی غوښتنه وکړه چې کاريز د نړۍ د کلتوري ميراث په توګه ومنل شي . په داسي حال کې چې اوس نړيوال د اوبو د سرچينو ساتنې ، پاکونې او سپما او ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې ته ډير اهميت ورکوي ، د کاريزونو ساتنه هم ډيره ارزښتناکه ده . نن ورځ په توروفان کې د حکومت او وګړيو د کوششونو له لارې د کاريزونو اوبه نورې هم پاکې روانيږی او وګړيو ته زيات نعمت ورکول کيږي .