<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-26 19:00:55    
چين د اقليمی بدلون له امله د رامنځته شويو منفيو اغېزو د کمولو لپاره فعال تدبيرونه نيسی

cri

د چين د هوا پېژندنې ادارې مشر چن دا هه په وروستيو ورځو کی په بېجينګ کی وويل په تيرو سلو کلونو کی د نړۍ او چين هوا توده شوی ده. اوس چين د اقليمی بدلون له امله د رامنځته شويو منفی اغېزو د کمولو لپاره فعال تدبيرونه نيسی او په دغه برخه کی له نورو هېوادونو سره څېړنه او خپله همکاری پياوړی کوي.

د چين د دولتی شورا په يوه مطبوعاتی غونډه کی ښاغلي چن وويل په وروستيو ورځو کی د بېجينګ د هوا منځنی تودوخه په تاريخ کی تر ټولو لوړه وه. په ٢٠٠٦ کال کی د چين په جنوب ختيځو په ساحلی سيمو کی د سختو طوفانونو په شمول ټول طبيعی ناورينونه د ځمکی د تودوخې له امله رامنځته شوی دي.

د معلوماتو له مخی، د ځمکی د تودوخې لوړوالی تر زياتی اندازی پوری د انسانانو له فعاليتونو سره نژدی تړاو لری. نو په دغه برخه کی چين يو لړ تدبيرونه نيولی دي. ښاغلي چن وويل په تېرو څو کلونو کی چين د دوامدارې انرژۍ د پرمختګ او د انرژۍ جوړښت د ښه والي لپاره زيات هڅه کړې ده. د بېلګې په توګه، چين د اوبواو ذروی انرژۍ استخراج او کارول پياوړی، د ايکولوژۍ، لمر او باد په شمول د پاکو انرژيو د استعمالولو په برخه کی له کليوالو سيمو سره مرسته کړې او داسی نور.

د معلوماتو له مخی، له ١٩٩١ کال څخه تر ٢٠٠٥ کال پوری د چين لخوا د اته سوه مليونه ټنه سکارو په اندازه انرژۍ سپما شوی او له مخی يی يو مليارد او اته سوه مليونه ټنه کاربن ډای اکسايد ګازونه نه دی وتلی شوی.

خو د ځمکی د تودوخې لوړتيا د مخنيوی په برخه کی چين لا هم له سختو ستونزو سره مخامخ دی. د اړوندو څېړنو له مخی، په راتلونکو پنځوس او اتيا کلونو کی به د چين منځنی تودوخه دوه او دری درجی لوړې شي چی له دې امله به يی د کرنيزو چارو، د اوبو د تقاضا او عرضې تر منځ د توپيرونو زياتوالی په شمول منفی نتيجې رامنځته شي.

نو د چين حکومت د اقليمی بدلون پر ضد د مبارزې پروګرام د هېواد د دوامدار پرمختګ په پلان کی شامل کړی او وړانديز يی کړی چی تر ٢٠٢٠ کال پوری به د کاربن ډای اکسايد د خپرېدو اندازه د ٢٠٠٠ کال په پرتله په سلو کی څلويښت کمه شي. پر دې سربيره، چين اړوند ځانګړی ارګان هم جوړ کړی دی.

د دې ترڅنګ به چين په دغه ساحه کی په فعاله توګه نړيواله همکاری وکړي. چين او د م م د انکشافی پروګرام ادارې د ٢٠٠٧ کال په جنوری کی اعلان وکړ چی دواړه خواوې به په چين کی د پاکو انرژيو د کارولو پروګرام د پلی کولو لپاره يو مليون او اوه لکه امريکايی ډالره ولګوی. د دې مخکی چين له جاپان، هالند او بريتانيی په شمول ډېرو پرمختللو هېوادونو سره په دغه شان همکاری پيل کړی دی.

د معلوماتو له مخی، په راتلونکی کی به چين د اړوندو څېړنو له نتيجو سره سم په يووشتمې پيړۍ کی د اقليمی بدلون تمايل وړاندوينه وکړي او اړوند تدبيرونه به غوره کړی.