<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-26 18:54:15    
د شيوو قوم د کلتور تل پاتې ساتنې ته پاملرنه

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! ٌ شيوو ٌ قوم د چين د شينجيانګ له هغو قومونو څخه شميرل کيږی چې نسل په نسل هلته اوسيږی ٠ څه دپاسه ده سوه کاله دمخه د دغه قوم څه دپاسه لس زره تنه وګړی د چين له شمال لويديځې پولې څخه د دفاع لپاره د چين له شمال ختيځ څخه د شينجيانګ د ايلی سيمې ته په کډه ورغلی وو٠ په ١٩٥٥ کال کښی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د جوړيدو په مهال د چين مرکزی حکومت د ايلی په سيمه کښی د چاپچال د شيوو قوم يوه خپلواکه ولسوالی جوړه کړې چې له مخی يې هلته د دغه قوم بشپړ کلتور او قومی دودونه ساتل شويدی٠ د شيوو قوم د کلتور د ساتنې او پراخوالی لپاره د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې حکومت زيات تدبيرونه غوره کړی چې د شيوو قوم د سلو ولسی سندرو او د دغه قوم د تاريخ په هکله د راډيو ډرامو ثبتول چې په ٢٠٠٦ کال کښی پيل شوی ، له دغو تدبيرونو څخه شميرل کيږی ٠

( سندره ) د شيوو قوم د سلو ولسی سندرو ثبتولو کارونه د شينجيانګ د ولسی راډيو، د شينجيانګ د موسيقی کارپوهانو د ټولنې او د چاپچال د شيوو قوم د خپلواکې ولسوالۍ لخوا ترسره کيږی٠د شينجيانګ د ولسی راډيو د هنری څانګې چارواکی چېژين چې د شيوو قوم د ولسی سندرو د راغونډولو او ثبتولو چارواکی هم دی په وار سره د دريو ځلو لپاره د چاپچال د شيوو قوم خپلواکې ولسوالۍ ته تللی دی٠ ده وويل : له څو کلونو راهيسی د شيوو قوم کلتور او هنر چټک پرمختګ کړی او د نوی اختراع شوی موسيقې ډولونه يې هم زيات دي٠ د شيوو قوم د زړو او نويو ولسی سندرو او د ماشومانو د سندرو راغونډول او ثبتول د دغه قوم د ځانګړو ولسی سندرو د ساتلو لپاره ډير ستر اهميت لری٠ ښاغلی چېژين وويل :

( غږ ) ٌ له يوې مودې راهيسی مونږ د شيوو قوم د ولسی سندرو د ثبتولو لپاره ډير کار او ستړيا تېره کړې ده ، خو زمونږ کارونه د يو قوم د تاريخ او کلتور د ساتلو لپاره ستر اهميت لری ، مونږ غواړو چې زمونږ د کارونو له لاری ټول چينائيان پر شيوو قوم او د دغه قوم پر ولسی سندرو باندی پوه شی او ټول چين او نړۍ ته د دغه قوم ولسی سندرې او قومی کلتور خپور شی٠ٌ

د يوې مياشتې د کوششونو په ترڅ کی د شيوو قوم د ولسی سندرو د راغونډولو او ثبتولو کارونه په ډاډ سره پای ته ورسيدل چې په ثبت شويو سلو سندرو کی د دغه قوم د توليدی چارو، ژوند او ودونو په هکله ولسی سندرې او د ماشومانو سندرې شاملې شوېدي٠ ښايی چې د دغو سندرو کيسټونه او د سی دی او وی سی دی کيسټونه خپاره شی٠

( سندره ) د شيوو قوم د سلو ولسی سندرو له ثبتولو څخه برسيره د دغه قوم د ځانګړی کلتور د ساتلو او د ميراث په توګه د پاتې کيدو لپاره به د شينجيانګ ولسی راډيو د چين له شمال ختيځ څخه شينجيانګ ته د شيوو قوم د کډې کولو او د دغه قوم د دوه سوه کلن تاريخ د پرمختګ په هکله يوه داسی راډيويی ډرامه هم اختراع او ثبت کړی چې شپاړس پارچې ولری٠ د دغه راډيويی ډرامې ليکونکی ميرمن لياو پۍ لين وويل :

( غږ ) ٌ د شيوو قوم هر وګړۍ د خپل قوم د کلتور ساتنې ته ستر اهميت ورکوی٠ که د ولسوالۍ د حکومت او اړوندو څانګو مشران دی يا د هنری ډلو او کليو مشران يا يا ځوان هنرمندان دی ، ټولوپه فعاله توګه د خپل قومی کلتور د ساتلو لپاره د ولسی سندرو د ثبتولو په کارونو کښی ګډون وکړ٠ ٌ

د دغه راډيويی ډرامې د متن ليکلو لپاره ميرمن لياو پۍ لين د يوې اوږدې مودې لپاره د شيوو قوم له خلکو سره يو ځای ژوند کړی او د دوی له بډای کلتور سره يې ډيره مينه درلوده٠ له يوې مودې راهيسی دا هره ورځ د دغه قوم له هېوادوالو سره مرکه کوی او د ژوند له چارو څخه يې اړوند هنری مواد راغونډوی٠ که څه هم هغه ډيره ستړی شوې ده، خو د دې په أند کوششونه يې ډير ارزښت لری٠

اوس ښاغلی جېژين او دده ملګری هم د دغه راډيويی ډرامې لپاره اړونده موسيقې ثبتوی او هڅه کوی چې اوريدونکی ژر تر ژره دغه راډيويی ډرامه واوری ٠

( موزيک )

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د شيوو قوم د کلتور د تل پاتی ساتنې د پاملرنې په اړه يو راپور واوريده٠٠ اوس به د پروګرام په پای کښی له تاسو څخه يوه غوښتنه وکړو چې شيوو قوم دوه سوه کاله مخکی د چين له کوم ځای څخه شينجيانګ ته په کډه تللی و ؟ هيله ده چې د خپلو ليکونو له لاری د دغې پوښتنې سم ځواب راوليږئ ! مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری ٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !