<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-26 18:57:08    
شعمه د الماس په شان خليږي

cri

دا دروغ خبره نه ده چې د درېو شمعو بيه د يو يخچال له ارزښت سره برابره ده .د دغه سوداګريز اعجاز يا برياليتوب ګټونکی د چيندا د کيماوي توکيو محدود شرکت دی .که څه هم چينايان شمعې کمې کاروي ،خو د اروپا او امريکا له څلورو کورنيو څخه يوه کورنی شمعې استعمالوي .تير کال دغه شرکت چې په اسيا کې لومړی لوي او په نړۍ کې دريم لوی شرکت ګڼل کيږي ،په رسمی توګه يې خپل اسهام خپاره کړي او ارزښت يې ژر لوړ شوی دی .

په نولس سوه او درې نويم کال کې ښاغلی چن سو بين چې د بيجينګ پوهنتون د اقتصاد څانګې د ليسانس او د امريکا د يوسي ايل اې پوهنتون له ليسانس لوړې درجې يې تر لاسه کړي ،د شلو زرو يوانو په وسيله د چينداو د سپکو صنايعو محدود شرکت جوړ کړ چې په ځانګړی توګه يې د شيشو او شمعو په څيړنې او توليد پيل وکړ .

د زياتو کسانو په ذهن کې شمعې يوازي د بريښنا د نشتوالی په مهال کارول کيږي ،خو په امريکا کې د زده کړې په وخت کې چن سو بين په دې اړه حيران شو چې په لويديځو هېوادونو کې د شمعو لګونکو شمير ډير دی .د ده د تحقيقاتو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې د دوولس مليارډو امريکايی ډالرو په ارزښت شمعې لګيږي چې په سلو کې پنځه اويا برخه اروپايان او امريکايان دي .په نولس سوه او پنځه نويم کال کې چن سو بين د ګوانګ جو په سوداګريز نندارتون کې امريکا ته د شمعو صادرولو لومړنی تړون لاسليک کړ ،خو له بده مرغه هغه شمعې چې د تړون له مخی امريکا ته ليږدول شوی وې ،بيرته د امريکا د سوداګرو له خوا چين ته ليږدول شوې او د جبران غوښتنه هم وړاندي شوه ،لامل يی دا و چې د چين سو بين شرکت له خوا پر توليد شويو شمعو د امريکا مارک يا سوداګريزه نښه لګول شوې وه .که څه هم د معاملې ارزښت يوازی اته زده امريکايی ډالره وو،خو دغه درس د تل لپاره د چن سو بين په ذهن کې پاتی شو ،نو پريکړه يی وکړه چې خپل مارک يا سوداګريزه نښه او توليدات اختراح کړي ،نن ورځ د چن سو بين شرکت له خوا توليد شوي شمعې د کينګ کينګ په مارک په دوه ويشتو هېوادونو کې ثبتې شوي او نوي ډول شمعې هم اختراح شوي چې ځانګړتياوې يې په دی ډول دي ---- د سوځيدو وخت يی د معمولي شمعې په پرتله شل ځله زيات دی او ښه بوي کوي .خو بيه يی له معمولي شمعې سره برابره ده .د يادونې وړ خبره دا ده چې د سوځيدو په وخت کې هوا ته زيان نه رسوي .

په دوزره او دريم کال کې د کينګ کينګ په ماک د شمعو نور دوه سوه امتيازونه ثبت شول او وړم کال حتی هره ورځ يوه امتيازي تکنولوژي اختراع شوې ده .

د معلوماتو له مخې تر اوسه په چين کې يو زر او پنځه سوه فابريکې د هنرې شمعو په توليدولو لګيا دي ،خو په سلو کې اتيا يا نوي برخه فابريکې د نورو هېوادونو مارکونه کاروي ،نو ګټه يي ډيره کمه ده .ښاغلي چن وغوښتل چې د امريکا له اولما شرکت سره همکارۍ وکړي ،خو غوښتنه يی رد شوه ،نو د لوسنجلس د اولما بازار ته نژدی يی د کينګ کينګ په مارک د شمعو ،شيشه يی او نورو هنری شيانو د پلورلو يو کوچنی پلورنځی پرانيست او په ورځپاڼو کې يی ډير اعلانونه خپاره کړل او ژمنه يی وکړه چې که له پلورنځي څخه يی سپارښتنه شوي شيان له ټاکلی وخت څخه يو ورځ ناوخته مشتريانو ته واستول شي ،نو پنځه امريکايی ډالره جبران به ور کړی شی .له همدغه ګام نه څو ورځی وروسته ډير زيات مشتريان د ده د پلورنځي په وړاندی کتار ولاړ وو چې خبر يی په لوسانجلس کې ډير اغيزمن شو ،لږه موده وروسته ښاغلي چن سو بين په خپل شرکت کې د امريکا د اولما له مسئول مدير سره وکتل او د اولما په نړيوالو بازارونو کې يی د کينګ کينګ په مارک د توليداتو پلورنې اجازه تر لاسه کړه .په نولس سوه او نهه نويم کال کې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت درې مليونه امريکايی ډالره وو،خو وړم کال دغه ارزښت لس برابره زيات شوی دی .اوس د کينګ کينګ شرکت د اولما لپاره د شمعو لومړنی لوی برابرونکی دی .

د زياتېدونکو مشتريانو راجلبول د يوې تصدۍ د پرمختيا بنسټ دی .له دوه زره او دريم کال څخه د کينګ کينګ شرکت په امريکا ،کوريا جمهوريت او هانکانګ کې خپلی استازی او له بيلا بيلو غوښتنو سره سم د نويو توليداتو څيړنيزې څانګې جوړې کړې .د نړيوالو بازارونو د پرانستلو تر څنګ دغه شرکت د هېواد په لويو ښارونو کې هم د هنری شمعو د پلورلو بازارونه لټوي .