<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-27 13:39:49    
ديک چينی ولی پاکستان او افغانستان ته ناڅاپه سفر وکړ ؟

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د امريکا د ولسمشر مرستيال ديک چينی د فبرورۍ په ٢٦ نېټه له جاپان او استراليا څخه د خپلو ليدنو له پای ته رسولو وروسته پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ ٠ د مطبوعاتی رسنيو په أند، د روان کال په پسرلی کی د طالبانو له احتمالی سختو بريدونو سره د مقاومت د څرنګوالی پر مسئلې باندی بحث د ده د دغه سفر يو مهم هدف و٠

ښاغلی ديک چينی په پاکستان کی د څه دپاسه څلورو ساعتونو لپاره وځنډيده او له ولسمشر پرويز مشرف سره يې د دوه ساعتو لپاره خبرې اترې وکړې٠ د پاکستان جمهوری ماڼۍ له خبرو اترو وروسته د فاکس له لاری د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل : دواړو خواوو د پاکستان د حکومت او قبيلوی سيمو ترمنځ د لاسليک شوی موافقه ليک او د طالبانو د بيا راغونډيدو مسئلو په هکله د نظرونو تبادله وکړه ٠ دغه راز پرويز مشرف ديک چينی ته د طالبانو او القاعدې سازمان د ځپلو په هکله د پاکستان ټينګه اراده هم څرګنده کړه ٠ پاکستان ته د ديک چينی د سفر په همدې ورځ د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو لوړ پوړی چارواکی په وينا وويل : ښاغلی ديک چينی پاکستان ته په خپل سفر کی مشرف ته يوه داسی قوی اشاره ورکړې چې که پاکستان د طالبانو د ځپلو لپاره کوششونه و نه کړی ، ښايی چې امريکا له پاکستان سره خپلې مرستې کمې کړی٠

اوس پاکستان د امريکا د مرستو پنځم لوی اخيستونکی هېواد دی٠ د امريکا

ولسمشر جورج بوش د نوی کال په مالی بودجه کی پاکستان ته د اووه سوه او پنځه اتيا مليونو امريکايی ډالرو په اندازه د مرستو برابرونه منظوره کړه چې له دې جملې څخه دری سوه مليونه ډالره به د پاکستان له تندلاره غوښتونکو ځواکونو سره په مبارزه کی ولګول شی ٠ د امريکا د نوموړی لوړ پوړی چارواکی له وينا څخه چې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خپره کړې ، څرګنده شوې چې که څه هم پاکستان د خپل هېواد او افغانستان ترمنځ د پولې په سيمو کی څه نا څه اتيا زره پوځيان ميشته کړې او څه دپاسه يو زر پوستې يې جوړې کړې او په تيرو څو کالو کی يې د القاعدې سازمان او طالبانو څه دپاسه شپږ سوه غړی نيولی دی، خو بيا هم امريکا خوښه نه ده او هيله لری چې پاکستان بايد د القاعدې سازمان پرضد لا ټينګه مبارزه وکړی٠

ښاغلی ديک چينی په اسلام اباد کې له لنډ مهال تم کيدو وروسته په يوه بيړنۍ ليدنه کی افغانستان ته ورسيد٠ اصلأ هغه غوښتل چې سمدلاسه له ولسمشر حامد کرزی سره وګوری، خو په کابل کی د باران او واورو د اورښت له امله کتنه مجبورأ وځنډيدله ٠ د خبر له مخی، ښايی چې ښاغلی ديک چينی د فبرورۍ په ٢٧ نېټه له ولسمشر حامد کرزی سره د افغانستان د اوسنيو حالاتو او د دغه هېواد د حکومت د نورو ستونزو په هکله خبرې اترې وکړی٠

٢٠٠٦ کال يو داسی کال و چې پکی په افغانستان کی د طالبانو د رژيم له راپرځيدو وروسته د زورزياتۍ تر ټولو سختې پيښې وشوې٠ په دغه کال کی د افغانستان د سړکونو په اړخونو کی د بمی بريدونو شمير د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کی سل او ځان مرګی بريدونه په سلو کی پنځه سوه زيات شوي او زر ګونه خلک په دغو پيښو کی وژل شوي دي٠ په تيره بيا د هلمند ولايت د موسی کلا سيمه د فبروروۍ په ١٥ نېټه يو ځل بيا د طالبانو لخوا ونيول شوه٠ د افغانستان د جنوب او لويديځ د ځينو سيمو د حالاتو په مقابل کی د کرزی حکومت هم لارې چارې نه لری ٠ نو دا چې څنګه د افغانستان د مرکزی حکومت د کنترول توان پياوړی شی او څنګه د دغه حکومت په وړاندی د فساد او نشه يی توکيو مسئلې له منځه يووړل شی ؟ هم افغانستان ته د ښاغلی ديک چينی د ناڅاپه سفر يو بل هدف دی ٠

برسيره پر دی ، د افغانستان د مخ پر سختيدونکو حالاتو په وړاندی امريکا تل د ناتو له ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه کوی چې په فعاله توګه دغه هېواد ته لا زيات پوځيان واستوی ، خو د بېلا بېلو هېوادونو غبرګونونه ساړه دي٠ نو ښايی چې په داسی حال کی افغانستان ته د ښاغلی ديک چينی سفر دغه هېواد ته د لا زياتو پوځيانو د استولو په موخه د ناتو پر ملګرو هېوادونو باندی د فشار اچولو لپاره د امريکا د کوششونو يوه برخه وی٠