د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د بريتانيا د دفاع وزير ديس بروونی د فبرورۍ په ٢٦ نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې بريتانيا به د افغانستان جنوبی سيمو ته نور يو زر او دری سوه تنه پوځيان واستوی چې په سيمه کی وسله وال طالبان وځپی٠
د خبر له مخی، په نوی ليږديدونکی پوځ کی به پلي ، توپچيان، زغروال موټرونه او چورلکي شاملې وی او د دغه پوځ ليږل د می له مياشتې څخه پيل شی چې تر هغه وخت پوری به په افغانستان کی د بريتانيا د پوځيانو شمير ٧٧٠٠ تنو ته ورسيږی٠
د يوې شميرنې له مخی، د ٢٠٠١ کال په نومبر کی افغانستان ته د بريتانيا پوځ له ننوتلو راهيسی د دغه هېواد اته څلويښت تنه سرتيري وژل شوي دي٠