<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-27 18:06:28    
د روسيی د جمناستيک لوبغاړی اليکسای نيموف

cri

اليکسای نيموف د جمناستيک په ساحه کې ځانګړي توان لری او يو وتلی لوبغاړی دی چې له پنځه کلن عمر څخه يی د جمناستيک روزنه تر لاسه کړه او په څوارلس کلن عمر کې دی د روسيی د ځوانانو د جمناستيک په دولتی لوبډله کې شامل شو اود سيډنی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې له هغو لوبغاړيو څخه و چې تر نورو ډېر مډالونه يی تر لاسه کړل . هغه د جمناستيک د نارينه بشپړو شپږو او بارفکس ورزش په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه ، د ازاد جمناستيک په سياليو کې يی د سپينو زرو مډال او د ډله ايز جمناستيک ، خرک بازی او پارالل په سياليو کې يی د برونزی دری مډالونه واخيستل .

د چين د ډايف کولو لوبډله

د سيډني د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چين د ډايف کولو لوبډلې د شيون ني ، لي نا ، سان شوي ، شياو های لينګ ، فو مينګ شيا او تيان ليانګ په ګډون له يو شمير ډېرو غوره لوبغاړو څخه عبارت وو . په دغو لوبغاړو کې فو مينګ شيا چې د خلکو له خوا د ختيځ موسکا په توګه ياده شوې يو ځل بيا په اولمپيک سپورتي لوبو کې ګډون وکړ او د سرو زرو مډال يی تر لاسه کړ . بر سيره پردی ښاغلي شيون ني د څلور ځلو لپاره د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ او د سرو زرو دری مډالونه يی واخيستل .

د ځغاستی لوبغاړی ګيبرسيلاسي

د لس زره مترو په واټن د نارينه ځغاستي سيالی د ځغاستی په بېلا بېلو سياليو کې د ډېرې سختې سيالي په توګه ګنل کيږی او د ډېرو خلکو پاملرنه راجلبوی . د اتلاتيک د ځغاستی ډېر مشهور او غوره لوبغاړی کيبرسيلاسی په خپل ټينګ هوډ سره ټولو نورو لوبغاړو ته ماتې ورکړه او يو ځل بيا يی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او خپل هغه بريتاليتوب يی ساتلی دی چې له ١٩٩٣ کال نه تر ٢٠٠٠ کال پوری يی په سياليو کې تر لاسه کړی دی .

د اولمپيک د سپورتي لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې يو ځانګړی لوبغاړی

د سيډنی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ګينه استوايی لوبغاړی عريک موزنبانی چې په هغه وخت کې عمر يی دوه ويشت کلن و د ډېرو خلکو توجه راجلب کړه . ځکه چې هغه د نارينه د لامبو وهلو د يو سل متره په واټن مقدماتی سياليو کې تر نورو لوبغاړو ډير ورو لامبو وهلی او سرعت يی له نړيوال ريکارډ څخه څه دپاسه يوه دقيقه ورو و. اصلاُ ښکاريږی چې ښاغلي عريک موزنبانی يو مسلکی لوبغاړی نه دی ، خو د لامبو وهلو نړيوالې کمېټې په افريقا کې د لامبو وهلو د سپورت د پراخوالی لپاره ورته اجازه ورکړه چې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړي . که څه هم ښاغلي عريک ښه موافقيت نه دی تر لاسه کړی ، خو عملياتو يی په پوره توګه د اولمپيک هغه روحيه څرګنده کړه چې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون تر نورو ډېر مهم دی .