<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-28 18:19:39    
په چين کې د ښوونيز عدالت او برابرۍ د تامين لپاره هڅه

cri

له روان کال څخه د چين په کليوالو ښوونځيو کې زده کوونکي يوازې د درسي کتابونو اخيستلو فيس د ورکولو له لارې لومړني او منځني ښوونه بشپړولی شي او د ښوونيزو چارو له يو لړ بدلونونو څخه څرګنديږي چې د چين حکومت د ښوونيز عدالت او برابرۍ د تامين لپاره کوشش کوي .

کليواله سون چياو يون چې د چين د شمال لويديځ د نين شا د حوي قوم په خپلواکه سيمه کې اوسيږي او زوی يي په منځني ښوونځي کي په زده کړې بوخت دی ، خبريال ته وويل د کورني ستونزې له امله يي فکر کاوه چې د زوي زده کړه نيمګړي پاتی شي .

پخوا می د نيم تعليمي کال لپاره يو سل او شل يوانه لګښت ورکاوه ، خو د ستونزې له امله مې د همدغو لږ شمير پيسو د ادا کولو توان هم نه درلود. وروسته ښوونيزه اصلاح پلی شويده چې له پايله کې ښوونکي زما کور ته راغلل او دغه ښه زيری يي ما ته ووايه .

حکومت د تيرکال له پسرلي څخه د دې نوي تګلارې په پلي کولو پيل وکړ او هغه پنځوس مليونه کليوال زده کوونکي به ترې ګټه واخلي چې د هيواد په لويديځو بي وزليو سيمو کې اوسيږي . بختوره خبره خو دا ده چې له روان کال څخه به دغه تګلاره د هيواد په ټولو کليوالو سيمو کې پلی شي . په بله ژبه ټول کليوال زده کوونکي نهه کلن اجبارې ښوونه بشپړولی شي .

له دې امله چې په چين کې د ښارونو او کليو ترمنځ د پرمختګ زيات توپيرونه شته ، نو له ښوونيزو شرايطو او زمينو څخه د برابرې ګټه اخيستنې شونتيا نشته . د چين

حکومت په دې هڅه کې دی چې ښوونيز لګښت د ملي توليداتو د عمومي ارزښت څلورمې سلمې ته اوچت شي . د چين د ښوونې وزير جو جي وويل زيات شوی تعليمي لګښت به په کليواله ښوونه کې وکارول شي چې کليوالو زده کوونکو ته به د زده کړې ښه فرصت برابر شي . له روان کال څخه تر دوه زره لسم کال پورې به په کليواله اجباري ښوونه کې نور دوه سوه مليارده يوانه تعليمي لګښت زيات شي .

اوس اړوندې څانګې د ځايي مشخصاتو سره سم دغه نوی تګلاره پلی کوي . له تعليمي لګښت څخه د معاف پرته د کليوالو سيمو د ښوونيزې کچې د لوړولو لپاره يوه بله تګلاره کليوالو سيمو ته له لوړو ښوونځيو څخه د فارغانو ورتګ هڅول دي .د لومړنې شميرنې له مخې تر اوسه پورې شل زره تنه داسی فارغان د هيواد په لويديځو دوه زره او اته سوه کليوالو ښوونځيو کې کار کوی چې په نتيجه کې به د دغو ښوونځيو د ښوونکو کمښت ليرې او د زده کړې کيفيت ښه شي . ددې تر څنګ د هيواد د بيلا بيلو ځايونو حکومتونو زيات شمير تجربه لرونکي ښوونکي کليوالو ښوونځيو ته ليږلي او ليږي يي .

برسيره پردې د چين حکومت د ليرې واټن ښوونې د پياوړتيا لپاره اته مليارده يوانه لګولي چې په سلو کې اتيا برخه کليوال ښوونځي ترې ګټه اخلي . د جيانګ شي ولايت د لۍ سي علاقه دارۍ د نان چياو لومړنی ښوونځي ښوونکې هوانګ يان چيون وويل پخوا زموږ په ښوونځي کې ښوونيز شرايط ښه نه وو او زياتو زده کوونکو و نه غوښتل چې په خپل کلي کي زده کړه وکړي . نن ورځ په انترنيټ کې د ليري واټن ښوونه پيل شوه چې له امله يي کليوال زده کوونکي په انترنيټ کې د ښار

تجربه لرونکو ښوونکو درسونه اوريدی شي .

د ټاکلي پلان له مخې د روان کال تر پايه پوري به د چين په ټولو کليوالو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د مصنوعی سپوږمکۍ په وسيله د تلويزيوني ښوونيز پروګرام د منلو تجهيزات نصب شي او په کليوالو منځنيو ښوونځيو کې به د کمپيوترونو يوه درسي کوټه جوړه شي .

د ښوونيز عدالت او برابرۍ د تامين يوه بله نښه دا ده چې د غير اجباري ښوونې د ترسره کولو په مرحله کې بي وزليو زده کوونکو ته د مرسته ورکولو تدبيرونه بشپړ شوی دی . يو زده کوونکی چې هه ځای نوميږی او په بيجينګ کې په ولسي پوهنتون کې زده کړه کوي ، وويل زه د هيواد د هه نان ولايت له يوه ګوښه غرني کلي څخه راغلی يم او د کورنيو ستونزو له امله تعليمي لګښت نه شم ادا کولی . خو د دولتي پور په اخيستلو سره به زما تحصيلات ترسره کيدای شي .

د چين د اړوندو څانګو د شميرنې له مخې تر اوسه پوري دوه مليونه څلور لکه بي وزليو زده کوونکو له دولتي پورونو څخه ګټه اخيستې ده چې په لوړو ښوونځيو کې زده کړه کوي . تر ٢٠١٠ کال پوري به د منځنيو مسلکي ښوونځيو څلورومليونو بي وزليو زده کوونکو ته د څلور ميليارد يوانو په ارزښت دولتي پورونه ورکړي شي .