<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-28 18:53:47    
په چين کې د ازبک قوم د وګړو د واده مراسم

cri

په چين کې يو ډيره ښکلې سندره چې ځپل څادر پورته کړۍ ، د ډيرو چينايانو له خوا زمزمه کيږي ٠ دغه له خوشحالۍ او خوښې نه ډکه سندره د چين د ازبکي قوم د يوه ځايي سندرې سره سم اصلاح او ليکل شوې ده ٠ ازبک قوم د چين له هغو لسو لږکيو څخه شميرل کيږي چې پر اسلامي دين باندې عقيده لري ٠ د دغه قوم زياتره وګړي د چين د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې اوسيږي ٠ په دي ورستيو ورځو کې زمونږ خبريال د شينجيانګ په جنوب د کاشغر سيمې په يوه ولسوالي کې د مرکې له پاره د ابراي ميجت کور ته ورغلي و ٠ د خوښۍ وړ خبره دا وه چې دغه ورځ د ښاغلي ابراي ميجت د لور ماري د دواده له ورځې سره برابره وه ٠ د ځايي وګړو له دودونو سره سم د واده مراسم بايد د ناوي په کور کې ترسره شي ٠ نو کله چي خبريال دغه کور ته ورسيد ، په دي کور کې ټول غړي د واده د مراسمو په تياريو بوخت و ٠

د معلوماتو له مخې ناوې د يوه وړوکتون ښوونکې ده او زوم د کمپيوتر ډيزان کوونکي دي ٠ د دواړو خواوو ترمنځ کوژدن دوه کاله مخکې شوي ده ٠ خبريال وليدل چې په يوه ښکلې کوټه کې ميلمنو او دکوربه کسانو يو ځاي سره خبرې کولې او سندرې يي ويلې ٠ زوم ښکلي قومي جامي اغوستې او په خوشحالۍ سره يي خبريال ته وويل چې اوس يي د ژوند شرائط ډير ښه شوي او د واده له پاره د ناوي د کورني اړتياوې ټولې پوره کولاي شي ٠ لکه د سره زرو ګوته ، غاړه کۍ او داسي نور شيان ٠

دغه راز د ناوې د هرکلي له پاره د شلو زرو يوانو په لګولو سره اوه ګړاندي موټرونه هم په کرايه نيول شوي و ٠ د معلوماتو له مخې د واده تر مراسمو وروسته به ناوې د زوم د موټر په واسطه د خپل خسر او خواښې کور ته ولاړه شي ٠ د زوم په کور کې به د واده له پاره تيار شوي شيان د ناوې خپلوانو ته وښودل شي ٠ نوموړي زوم وويل چې دده په کور کې د رنګه تلويزون ، وي سي دي ، موټر سايکل او د ژوند د اړتيا وړ نور شيان هم تيار شوي دي ٠ د زوم انا او نيکه ډير خوشحاله شول ٠ خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چې تاسي د واده په وخت کې کوم کوم جايدادونه درلودل ؟ د زوم انا وويل چې هغه وخت مونږ ډير غريب و او.هيڅ برقي سامان الات نه وو٠ د واده په ورځ زما خاوند د ګاډۍ په چلولو او د دونګ بولا په نوم د يوې موسيقې ألې په غږ ولو سره زه له کور څخه دهغه کور ته بوولې وم ٠ د زوم نيکه خبريال ته وويل په هغه وخت کې د واده د غوښتنې په هکله د دواړو کورنيو پلرونو يو بل ته داسي وويل چې زما په کور کې يو زړور او مهربانه زلمي شته او ستاسې له لور سره واده غواړي ، ځواب ، تشکر تاسې زما له لور سره مينه لري ٠ پوښتنه ، تاسې کوم جايدادونه غواړي ؟ ځواب سره زر او سپين زر نه غواړو ، يوازي زما له لور سره د زلمي ريښتيني زړه او له مينې څخه ډک احساسات غواړو ٠ ريښتياني خبره دا ده چې د زوم انا او نيکه دواړه تر اوسه په خپل عمر کې خپل منځي مينه ټينګه ساتلې ده ٠ د زوم پلار د خپل واده د يادولو په وخت کې وويل چې ما په ١٩٨٥ کال کې واده کړي او په هغه وخت کې زمونږ د ځايي دودونو سره سم ما دخپلې ناوي له پاره د خوبکالي لکه بړستن ، توشک او نور ، همداشان نوي جامې برابرې کړې وې ٠

تر هغه نور څه زيات نه و ٠ تر اوسه پوري څه د پاسه شل کاله تير شوي دي ، اوس زمونږ په ژوند کې ستر بدلونه رامنځته شوي دي ٠ په اوسني ژوند کې تر پخوا نه ډيرې اسانتياوې رامنځته شوي دي ٠

د زوم د کور په ميلمنو کې زياتره برخه ځوانان او پيغلي دي ٠ د زوم کشر ورور أيدين سږکال دوه ويشت کلن دي او د واده عمر ته رسيدلي دي ٠ هغه د خپل واده په هکله خبريال ته وويل چې زه غواړم په ٢٠٠٨ کال کې واده وکړم ٠ په هغه وخت کې به زه له خپلې ناوې سره يو ځاي بيجينګ ته ولاړ شوو او د المپيک سپورتي لوبې وګورو ٠ د دغه ازبک کورني د دريو نسلونو د واده مراسمو له سترو بدلونونو څخه څرګنديږي چې د ازبک قوم په اوسني ژوند کې لکه د اسمان او مځکې په اندازه لوي تغييرات رامنځته شوي دي ٠ ،