<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-28 19:17:25    
ځوان دايريکتر ليو جي

cri

يو چينی فلم چې نوم يی په غرنيو کليو کې محکمه دی ، څو مياشتې مخکې د ايتاليا په وينيس ښار کې د ٦٣می دوری په فلمی جشن کې د غوره فلم جايزه تر لاسه کړه . دا برياليتوب د دغه فلم د دايريکتر ليو جې له ټکل څخه وتلی دی ځکه چې دغه فلم د ده لخوا لارښوونه شوې او جوړ شوی لومړی فلم دی .

٣٨ کلن دايريکتر د عکس اخيستلو په برخه کې ډير مشهور دی ، خو د فلم جوړولو په ساحه کې له ګډون مخکې يې هيله درلوده چې يو انځورګر شي . ليو جي په منځنی ښوونځی کې د خپلې زده کړی په موده کې د يو نامتو دايريکتر له خوا اخيستل شوی فلم وکوت چې د چين د شمال لويديځو سيمو د وګړيو دودونه پکې ترسيم شوي وو . خو په دغه فلم کې د ښکلو منظرو او ځانګړيو دودونو له ليدلو وروسته يي خپله هيله بدله کړه او په پای کې د بيجينګ د فلم پوهنځی د عکاسۍ په څانګه کې شامل شو .

خو له بده مرغه ليو جي له پوهنځی څخه له فراغت وروسته په دولتی فلم جوړونکی فابريکه کې شامل نه شو ، خو دا يي نه غوښتل چې د فلم جوړولو هيله پريږدی ، نو له نورو ملګرو سره يو ځاي يي په شخصي پيسو په فلم جوړولو پيل وکړ چې په ترڅ کې يي په دې هکله زياتې تجربې تر لاسه کړې . هغه وويل چې له پوهنځی څخه له فارغيدو وروسته يې له دايريکتر وانګ شياو شوای سره په لسو کلونو کې په خپلو پيسو زيات فلمونه جوړ کړي دي . ښاغلي وانګ شياو شوای د چين د فلم جوړولو په ټولنه کې ډير مشهور دی او د ده له خوا لارښوونه شوي فلمونه ټولنيزو چارو په تيره

بيا د عادی کسانو هڅونې او برخليک ته ډيره پاملرنه کوي . د وانګ شياو شوای هنری رنګ د ليو جي پر راتلونکي باندی ستره اغيزه وکړه .

ليو جي په ٢٠٠٣ کال کې د چين د جنوب لويديځ د يو نان ولايت يوی ډيری ليری غرنی او بی وزلی ولسوالۍ ته ولاړ او و يي ليدل چې ځايي قاضيان کله کله پر اسونو سپرېدل او د بزګرانو ترمنځ د لانجو د حل او دوې ته د قانوني معلوماتو ورکولو لپاره غرنيو کليو ته تلل . نو پريکړه يي وکړه چې د فلم په شکل دغه حالت ترسيم کړي .

په دغه فلم کې چې نوم يې په غرنيو کليو کې محکمه ده ، نندارچيانو ته په غرنيو سيمو کې د قضيو د حل په هکله د څو قاضيانو کيسې وړاندی کيږي . څرنګه چې په دغو کيسو کې يوازی د بنسټيزو قاضيانو د معمولي کارونو په اړه خبرې کيږي ، نو د فلم پانګه اچوونکو اټکل وکړ چې له دغه فلم څخه زياته ګټه نشی اخيستل کېدی ، خو ليو جي د پيسو کموالی له امله د خپل واده مراسمو لپاره زيرمه شوې پيسې په فلم جوړونه کې ولګولې چې په پايله کې يي دغه فلم د ټولنيزو پوهانو ، حکومت او د عدليې ټولنو زياته پاملرنه تر لاسه کړه او د وينيس د فلم په جشن کې يي جايزه وګټله.

د ليو جي په اند ګڼ شمير نندارچيان ځکه د دغه فلم په ليدلو سره ډير اغيزمن شول ، چې په فلم کې ښودل شوي کيسې رښتينی دي ، خو ليو جي د خپل لومړنی برياليتوب په وړاندی ډير ارام ښکاري او په دې نظر دی چې اوس د چين له خوا جوړ شوي هغه غوره فلمونه کم دي چې د ټولنې ريښتني حالت انځوروي . دی هيله لری چې په راتلونکی کې نور زيات داسې فلمونه جوړ کړي چې د عادی وګړيو د ژوند او کار څرګندونه کوي .