د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناتو په غوښتنې سره د سلواکيا حکومت د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل پوځ له کابل څخه قندهار ته وليږدوی چې د جنوبی برخې د امنيت ساتلو لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
په همدې مهال د سلواکيا حکومت وويل د دغه هېواد سرتيري به يوازی د قندهار د هوايی پوځ په اډه کې دنده تر سره کړي. د سلواکيا صدر اعظم روبيرت فيکو وويل په افغانستان کې به دوی د روان کال له جون مخکی د دغه هېواد جنوبی برخې ته وليږدوي.
تېر کال ناتو له سلواکيا څخه غوښتنه وکړه چې خپل پوځ د افغانستان جنوبی سيمې ته وليږدوی. اوس د سلواکيا نژدی شپېته تنه سرتيري د ناتو د امنيت په مرستندويه پوځ کې شامل دي.