<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-01 18:16:16    
د جيو ځاۍ درې او د هوانګ لونګ منظرې لرونکې سيمې ته سفر

cri

زمونږ راډيو او د سی چوان ولايت د سيلانۍ اداره په ګډه د پنډاګانو ټاټوبی په نامه د سيلانۍ يوه معلوماتی سيالي ترسره کوي . په نننی پروګرام کې به د دغې سيالۍ لومړی مضمون واوری ، هيله لرم چې تاسی د پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ ! له پروګرام مخکې به تاسو ته دوه پوښتنې وړاندی کړم لومړی : أيا د جيو ځاۍ درې نوم په دې دره کې د تبتيانو د نهو کليو د موجوديت له امله راځی ؟ دوهمه : أيا دغه دره او د هوانګ لونګ منظره لرونکی سيمه د نړۍ د طبيعی ميراثونو په ليست کې شامله ده ؟ هيله ده په پاملرنې سره زمونږ پروګرام واورئ ، د پوښتنو سم ځوابونه په دغه پروګرام کې موندلی شئ .

جيو ځاۍ دره د چين د سی چوان ولايت په لويديځ کې پرته ده چې د انګليزي حرف (V) په شکل ده او اوږدوالی يی څلويښتو کيلومترو ته رسيږي . په دغه دره کې د تبتي قوم نهه کلي خواره واره پراته دي او له سلو څخه زيات لوي يا کوچني جهيلونه او ډنډونه هم په کې شته ، نو دغه دره د نهو کليو لرونکی درې په نامه ونومول شوه . د جهيلونو اوبه يي پاکې او سوتره دي او تر اوبو لاندی ډبرې او د اوبو واښه هم تر سترګو کيږي . د بيلګې په توګه په دې دره کې د لومړي لوي جهيل پر غاړه غرونه ولاړ دي او د جهيل په اوبو کې د غرونو منعکوس سيوری ليدل کيږي ، نو منظرې يي ډيرې ښکلی دي . له جاپان څخه راغلي سيلاني ښاغلي موريشيتا ساداماسا د دغو

جهيلونو د ښکليو منظرو ډيره ستاينه وکړه او ويی ويل

ما په جاپان کې پر ټلويزيون د نهو کليو لرونکې درې يو فلم کتلی دی ، دغه ځای ته له رسيدلو وروسته احساسوم چې ريښتنی منظری له فلمي منظرو څخه نورې هم ښکلې دی . په جاپان کې هم ځينی دغسی جهيلونه شته ، خو د دې ځای جهيلونه تر ټولو ښکلی دی .

جيو ځاۍ دره د چينايانو په وينا د ځمکای د جنت په توګه بلل کيږي . په ١٩٩٢ کال دغه ځای د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړۍ د طبيعی ميراثونو په ليست کې شامل شو .

ګرانو دوستانو ، جيو ځاۍ درې له سيل وروسته به تاسی له ما سره يو ځای د هوانګ لونګ منظرې لرونکي سيمې ته ولاړ شئ چې له جيو ځاۍ څخه يوازی يو سل او دېرش کيلومتره واټن لری . دغه سيمه هم په ١٩٩٢ کال د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړۍد طبيعی ميراثونو په ليست کې شامله شوه او د سيلانۍ ځانګړتيا يي هم اوبه دي . کله چې د غرونو له څوکو څخه لاندنيو ځايونو ته ګوری ، نو و به وينئ چې د نژدې څلور کيلومترو په اوږدوالي يو سيند د لومړنيو ځنګلونو او واورينو غرونو په منځ کې د مارپيچ په ډول بهيږي ځکه چې د سيند په دواړو غاړو ځمکې له کلس سينتر څخه ډکې دي ، نو رنګ يي ژيړ دی ، ته به وايې چې دغلته يو ژيړ ښامار غځېدلی دی . پر ځمکه باندی دری زره لوی او کوچنی ډنډونه او حوضونه شته او د لمر تر زرينو وړانګو لاندی ډنډونه او حوضونه د يوې هندارې غوندی ځليږي . تر ټولو لوړ ډنډونه د وو څاي په نامه ياديږي چې په چيني ژبه کې د پنځو رنګونو معنی لری او له اوه سوه کوچنيو ډنډونوڅخه جوړيږي . دلته د هوانګ لونګ منظرې

لرونکې سيمې تر ټولو ښکلی ځای دی .

خو د وو څای ډنډونه د سمندر له سطحې څخه څلور زره مترو په جګوالی لری ، نو ځينو سيلانيان په پښو نشي واخيستلای . د هوانګ لونګ منظری لرونکي سيمې د ادارې چارواکي ښاغلي کو يا هوی وويلمونږ به په روان کال کې وو څای ډنډونو ته د سيلانيانو د رسولو لپاره د قبلونو لار جوړه کړو چې سيلانيان وکړی شي د دغې لاری له جوړيدو وروسته د غره څوکې ته ورسيږي او وو څای ډنډونه له نژدې وګوري . دغه راز به موږ د لارې په اوږدو کې د اکسينجن د تنفس پنځه مرکزونه هم جوړ کړو او نور دوه داسي مرکزونه د جوړيدو په حال کې دي چې په وړيا توګه غره ته ختونکوسيلانيانو ته اکسيجن برابر شي .

ګرانو دوستانو ، نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد . په پای کې به د پروګرام د پيل دوه پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړو : لومړی : أيا د نهو کليو لرونکی دره چې په چينی ژبه جيو جای ګو ورته ويل کيږي ، د نهو کليو لرلو له امله په دغه نامه ياديږي؟ دوهم : أيا د نهو کليو لرونکی دره او د ژيړ ښامار منظره لرونکی ځايونه د نړۍ د طبيعی ميراث په ليست کې شامل دی ؟